د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

لودین : په ناامنوسیموکې به انتخابات وځنډول شي


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمسیون مشر وايي، د انتخاباتو د قانون له مخې دوى دا حق لري، چې د انتخاباتو په ورځ په نا امنه سیمو کې انتخابات وځنډوي او یا يې هم د تعلیق حالت ته راولي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د انتخاباتو د امنیت په اړه په هېواد کې دننه اندیښنې مخ پر زیاتېدو دي.

عزیز اله لودین، چې د دوشنبې په ورځ يې د دغه کمسیون په انګړ کې د امریکا له سفیر سره په ګډه یوې خبري غوندې ته وینا کوله په دې اړه زیات جزیات وړاندې نکړل ویې ویل:



له بل لوري په کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکن بیري بیا وویل، چې په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه هڅه کوي، چې له افغان ځواکونو سره په همغږۍ کې د انتخاباتو امنیت ټینګ کړي:

"د امریکا متحده ایالات او د ناټو ځواکونه له افغان امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ کې په ټول احتیاط سره امنیتي وضع څاري او هڅه کوو، چې د انتخاباتو په ورځ افغان ځواکونو ته د مرستې د رسولو لپاره ښه پروګرامونه جوړ کړو څو په دې توګه د هېواد په اکثره سیمو کې امنیت ټینګ
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمسیون مشر وايي، د انتخاباتو د قانون له مخې دوى دا حق لري، چې د انتخاباتو په ورځ په نا امنه سیمو کې انتخابات وځنډوي او یا يې هم د تعلیق حالت ته راولي
شي."

د انتخابات د امنیت په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې همدا اوس د کاندیدانو ترمنځ انتخاباتي سیالۍ په زور او شور سره پر مخ روانې دي، چې د زمري د میاشتې تر شپږ ویشتمې نیټې پورې دوام وکړي.

خو خلک د امنیت په اړه اندیښمن بریښي او وايي چې په هیواد کې د ځینو سیمو امنیتي حالات په دې ډول دي، چې راى اچونه به په کې ناممکنه وي.

په عین حال کې کتونکي هم روانو امنیتي پیښو ته په اشارې دا سپارښتنه کوي، چې د انتخاباتو لپاره باید جدي امنیتي تدابیر ونیول شي که نه نو خلک به په پراخه کچه په انتخاباتو کې د ګدون کولو جرئت ونه کړي.
XS
SM
MD
LG