د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

په كابل كې د امريكا سفير، ډاكټر اشرف غني سره وليدل


د امریکا سفیر ایکن بیري د افغانستان د ولسمشرۍ د څوکۍ له کاندید اشرف غني احمدزي سره خبریالانو ته خبرې کوي.
د امریکا سفیر ایکن بیري د افغانستان د ولسمشرۍ د څوکۍ له کاندید اشرف غني احمدزي سره خبریالانو ته خبرې کوي.

په كابل كې د امريكا د متحدو ايالاتو سفيروايي، د جمهوري رياست له ټولو كانديدانو سره به له نږدي وويني. او دا لیده کاته يې د افغانستان د ولسمشرۍ د څوکۍ له کاندید اشرف غني احمدزي څخه پیل کړل.

په كابل كې دامريكاسفير ايكن بيري د شنبې په ورځ د افغانستان د جمهوري رياست له كانديدانو سره خپل ليده كاته پيل كړل، ده په دې ورځ لومړى د جمهوري رياست له كانديد اشرف غني احمدزي سره وكتل.

ښاغلي ايكن بيري په خپلوخبرو كې وويل د امريكا د متحدو ايالاتو د جمهور ريئس يوازينى هدف دا دى چې په دې هېواد كې انتخابات په ازاده او عادلانه توګه ترسره شي.

ښاغلي بيري داهم وويل دوى په افغانستان مشخص كانديد نه لري او نه به له كوم ځانګړي شخص ملاتړوكړي او نه به يې مخالفت:

"د امريكا جمهور ریيس بارك اوباما ويلي دي چې، امريكا د ټولو افغانانو د ارادې ملاتړ كوي. ما نن د اشرف غني احمدزي سره وكتل، بله ورځ له ډاكټر عبدالله عبدالله او له ميرويس ياسيني سره وينم او كوښښ كوم چې له ټولو كانديدانو سره له نږدې وونيم."

د امريكا سفير وويل، دوى او د دوى نړيوال ملګري به په خپلو مالي او تخنيكي مرستو هڅه وكړي چي په دې هېواد كې انتخابات د خلكو د غوښتنو سره سم ترسره شي.

ده زياته كړه، هڅه به وكړي چې هره ورځ د جمهوري رياست له يوه كانديد سره له نږدي وويني، نظريې واوري او د مرستو رسولو زمينې ورته برابرې كړي.

مخكې له دې په كابل كې د ملګروملتونو ځانګړي استازي هم دجمهوري رياست له كانديدانو ډاكتراشرف غني احمدزي او ډاكترعبدالله عبدالله سره ليدلي او په هغوليدنوكې يې هم د انتخاباتو په شفافيت، تاكيدكړى و.

اشرف غني احمدزي له ایکن بیري سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل:


"د امریکا متحده ایالاتو دا څرګنده كړه چې دوى كوم خاص كانديد نه لري او د دوى تاكيد په يوې شفافې او موثرې پروسې باندې دى چې د هغه په اساس به د افغانستان ولس په خپله فيصله وكړي."

همدرانګه اشرف غني احمدزي د كانديدانو ترمينځ ديوې پراخې مناظرې د تنظېمدو غوښتنه هم وكړه، ويي ويل په كارده ټول كانديدانو خپل پلانونه په يوې ګډې ناستې كې بيان او يو د بل پوښتنوته ځوابونه ووايي.
XS
SM
MD
LG