د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۹

ایکن بیري: امریکا هڅه کوي له راستنېدونکو کډوالو سره مرسته وکړي


ایکن بیري او میرمن يې ددې روزنیز مرکز د لیدنې پر مهال له ماشومانو سره خبرې کوي
ایکن بیري او میرمن يې ددې روزنیز مرکز د لیدنې پر مهال له ماشومانو سره خبرې کوي

کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکن بیري، چې د شنبې په ورځ د کدوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د راستنوشویو کډوالو میرمنو له یو روزنیز مرکز څخه لیدنه وکړه.

ایکن بیري له دې مرکز څخه د لیدنې پر مهال وویل :

"د امریکا متحده ایالات له یو ان ایچ سي ار او له غیر دولتي ادارو سره په ګډه کار کړې او په افغانستان او پاکستان کې له افغان کډوالوسره د پام وړ مرسته کړې ده.
په حقیقت کې له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې د امریکا متحده ایالاتو له افغان او پاکستاني کډوالو، د تاوتریخوالي له قربانیانو او له کورنیو بې ځایه شویو خلکو سره د مرستې لپاره له پنځو سوو میلیونو ډالرو نه زیاته مرسته کړې.
مونږ یوازې د سږکال لپاره افغان کډوالو ته له سلو میلیونو ډالرو څخه د زیاتې مرستې بېلې کړي."
د روزنیز مرکز یو ه څنډه



ښاغلي بیري دا هم وویل، چې دوى به د راستنو شویو کډوالو میرمنو روزنې ته زیاته پاملرنه وکړي او د دا ډول مرکزونو ملاتړ به کوي.

هغه زیاته کړه چې په تېرو څو کلونو کې په میلیونونو افغان کډوال بېرته ستانه شوي دي څو د خپل هېواد په بیا رغونه کې مرسته وکړي او دوى هڅه کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو په روزلو او سمبالولو سره د دوى لپاره ډاډمن امن ټینګ کړي.

د امریکا سفیر د خپلو خبرو په دوام د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې د یو رپورټ په استناد وویل چې اوس مهال په ټوله نړۍ کې شپاړس میلیونه کډوال موجود دي، چې درې میلیونه يې یوازې افغانان دي.

د امریکا سفیر د افغانستان راتلونکو انتخاباتو ته هم اشاره وکړه او په هغو کې يې د ښځو ګډون مهم وباله.

"د امریکا متحده ایالات او نړیواله ټولنه ژمن دي، څو دا باوري کړي، چې افغانان هغې ازادۍ ته ورګرځیدلي دي، چې وکولې شي د ازادو او عادلانه انتخاباتو له لارې خپله خپل مشر وټاکي.
زه د دې په اورېدو ډیر خوښ شوم، چې د ښځو نړیوال پروګرام په ځینو مواردو کې د راېې اچونې لپاره ستاسو په نوم لیکنه کې مرسته کړې او سترګې په لار یو چې د اګسټ په میاشت کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو په کمپاین کې هم مرسته وکړي."
د امریکا سفیر او میرمن يې د روزنیز مرکز له کارکونکیو سره خبرې کوي .


د امریکا سفیر په انتخاباتو کې د افغان ښځو ګډون په داسې حال کې ضروري بللې، چې په افغانانو کې امنیتي اندیښنې ورځ تر بلې زیاتیږي او کتونکي وايي که چیرې سخت امنیتي تدابیر ونه نیولې شي نو ممکن زیات شمیر خلک او په تیره بیا میرمنې په انتخاباتو کې ګډون ونکړاې شي.
XS
SM
MD
LG