د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۱

کرزي ولې له جګړه مارانو سره ایتلاف وکړ؟

څارونکي وايي ،کرزي سربېره پردې چې مارشال فهیم يې خپل مرستیال نومولی د انتخاباتو په درشل کې يې دعبدالرشید دوستم او محمد محقق سره هم جوړجاړي کړي دي.
څارونکي وايي ،کرزي سربېره پردې چې مارشال فهیم يې خپل مرستیال نومولی د انتخاباتو په درشل کې يې دعبدالرشید دوستم او محمد محقق سره هم جوړجاړي کړي دي.

نظرشمیرنی ښیي چې حامد کرزی، په راتلونکیوانتخاباتو کې له خپلو رقیبانو مخکې دی. د دغو انتخاباتوپه درشل کې د بیا ټاکل کیدو لپاره د نوموړي یوه مهمه هڅه له یو شمیر جنګسالارانو سره جوړجاړي دي.

دا اقدام ښایي په انتخاباتو کې د ده بری یقیني کړي خوورسره سم، په افغانستان کې د سم او حسابي نظام او د قانون د واکمنۍ پرسر، ډیرې اساسي پوښتنې هم راپورته شوي دي.


د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي دفترپه وروستیو کې وویل، جنرال عبدالرشید دوستم چې د د شمال د پخوانۍ ټلوالې یو ځواکمن قوماندان دی، هرکله یې چې زړه غوښتي وي، کولای شی بیرته هیواد ته راستون شي.
زه شخصا د کرزي د لومړي مرستیال په توګه د فهیم انتخاب د خوا شینی وړ بولم. خوداوایم چې کرزی ډیرهوښیار دی.

فرانسیس وینډرل


د راپورونو له مخې دوستم وروسته له هغه چې تیر کال يې د خپل سیاسي سیال د ترک تبارانو دشورا د مشر په تښتولو او وهلو ډبلو تورن شو، په خپله خوښه یې په ترکیې کې ژوند غوره کړ.

د دوستم وسله والې ملیشې دغه راز د هغو په سلګونو طالب بندیانوپه وژلو سره په جنګي جنایتونو تورنې دي چې په شمال کې ورته تسلیم شوي و او بیا دوی په کانتینرونو کې د انتقال پر مهال په ډېر دردونکي مرګ داسې چې ساوې يې بندې شوې ووژل شول .


دوستم او بل جګړه مار محمد محقق په ښکاره د کرزي د بیا ټاکل کیدو ملاتړ کړی.

ویل کیږي چې کرزي ددې ملاتړ په بدل کې له دوی سره ژمنه کړې چې په راتلونکي حکومت کې به د وزارتونو څو څوکۍ ورکوي.

ګومان کیږي چې دابه د پخوانیو وسلوالوډلو او تنضیمونو له بدنامو قوماندانانو سره د کرزي وروستۍ معامله وي.
کرزي له دې وړاندې د می د میاشتې په سرکې له یوه بل جګړه مار محمد قسیم فهیم سره هم معامله کړې وه او هغه یې د خپل لومړي مرستیال په توګه غوره کړ، چی ډیروخلکو د کرزي پردې اقدام انتقاد وکړ او هغه یې په افغانستان د دیموکراسۍ او بشري حقونولپاره بد پال وباله.

د وسلوالې ملیشه ډلې د یوه پخواني قوماندان په توګه فهیم په بې رحمیو او له بشري حقونو څخه په یولړ سرغړونو تورن دي.
له دې سره جنګ سالاران اوس نور هم بیاوړي کېږي. هرڅومره چې دوی په حکومت کې دننه ځای پیدا کوي هغومره یې منابع زیاتیږی.
یو شمیر به یې له مخدره موادو څخه ډیرې پیسې ترلاسه کړي، دوی به د ادري فساد او غېرې قانوني معاملو له درکه دومره شتمن شي چی شخصي اردوګانې به ولري او هغوی ته به پیسې ورکوي.

بریډ اډمز


هسپانوي ډیپلومات فرانسیس ویندریل چې نږدې اته کاله یې په افغانستان کې د ملګروملتونو او داروپایی اتحادیی د استازی په توګه کارکړی، له ازادی راډیو سره په خبرو کیې له جګړه مارانو سره د کرزی پر ایتلاف خفګان څرګند کړ خو ویې ویل چې کرزی د یوه پراخ ایتلاف په جوړلو سره سیاسي هوښیاري ښکاره کړه.


(( دا د خواشینۍ وړده، په افغانستان کې سیاسي ګوندونه نه شته اویقینا نه هم اصلاح غوښتونکي ګوندونه وجود لري چې زما په عقیده غرب کولای شوی یولړ مسولیتونه وروسپاري، زه فکر کوم چې کرزي ډیر مهارت ښودلی چې د خپل ملاتړ لپاره یې اشخاص که جګړه مار دي یا نه دي په یوه ایتلاف کې راټول کړي دي. زه شخصا د کرزي د لومړي مرستیال په توګه د فهیم انتخاب د خوا شینی وړ بولم. خوداوایم چې کرزی ډیرهوښیار دی.))

ویندرل وویل، کرزي ته د جګړه مارانو ستونزه، اته کاله پخوا یعنې د بن د توافقاتو په چوکاټ کې چې دی یې موقت جمهورریس وټاکه، په میراث رسیدلی ده.

په ګډوډیوکې د نزول په نامه د کتاب مولف احمد رشید چې په دې کتاب کې یې د وخت پیښی بیان کړي، وایي د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د ملیونونو ډالرو په لګولو سره دغه ځپل شوې قوماندانان بیرته په پښو ودرول.

رشید وایي دې سیاست په افغانستان کې دمخدره موادو کاروبار بیرته پیاوړی کړ او له جګړه مارانو سره یې د امنیتی قراردادونو په نتیجه کې، د وسله والو طالبانود یوه نوي نسل لپاره لاره پرانیستله.

حامد کرزي تیره میاشت اعتراف وکړ چې راتلونکې انتخابات به مشکل او له جنجاله ډک وي. خو نوموړي د خپل مرستیال په توګه د فهیم له غوره کیدو څخه دفاع وکړه اوویی ویل:

(( موږ هغه شخص ته ضرورت لرو چې په سخت وخت کې پرې اعتماد وشی. د یوه جمهورریس لپاره دا مسله ډیره مهمه ده. فهیم خان د دې کار توان لري . فهیم خان یو له هغو اشخاصو څخه دی چې له امریکایي ځواکونو سره یې اوږه پر اوږه په افغانستان کې د تروریزم په وړاندې مباريزه کې ونډه اخیستې ده.))

خو ډیر افغانان له جګړه مارانو سره د کرزي ایتلاف ته د شک په سترګه ګوري، هغه یو سیاسي تکتیک بولي او وایي چې داډول معاملې به د افغانستان لپاره د ګټې پر ځای ناوړې پایلې له ځان سره ولري.
عبدالرشید دوستم چې ویل کېږي کرزي ورسره جوړجاړی کړی دی، د بشري حقونو ډلو په دې هم تورن کړی چې زرګونه هغه طالبان يې په کانتینرونو کې په ډېر بد مرګ وژلي چې د افغانستان په شمال کې ورته تسلیم شوي ول.

په لندن کی میشت د بشری حقونود څارنې د ډلې د اسیا د څانګی مشر برید اډمس هم له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې له جګړه مارانو سره د کرزي جوړجاړی یوه فاجعه وبلله او هغه یې دافغانستان لپاره یو مصیبت وباله اوویې ویل، په دې ایتلاف کې د جنګي مجرمینو په ګډون جنایت کاران د کرزي د راتلونکی ادارې مرکزي کړۍ تشکیلوي.

(( دوی اوس ډیر قوي کیږي. او دایوه ستونزه ده. هرڅومره چې دوی د حکومت په دننه کې ځای پیدا کوي هغومره یې منابع زیاتیږی.
یو شمیر به یې له مخدره موادو څخه ډیرې پیسې لاس ته راوړي، دوی به نور هم په اداري فساد او غیرقانوني معاملو کې ښکیل وي او له دې بابته به نورهم شتمن شي، یعنی دوی به ددې توان ولري چی شخصي اردوګانې ولري او هغوی ته پیسې ورکړي. چې دا به په بشپړه توګه د هغه پلان برعکس وي چې په ترڅ کې یې یو سالم نظام، یو مناسب پوځ او مناسب پولیس رامینځ ته کیږي او په دي کار سره به غیر قانوني وسله والې ډلې هم له منځه لاړې نه شي. دا به د اوږدې مودې لپاره ستونزې رامینځ ته کړې. که د وسلوالو طالبانو غورځنګ کمزوري یا له منیځه هم لاړشي. دابه دافغانستان دحکومت لپاره یوه ډیره غټه ستونزه وي چې هواری به اسانه نه وي.)

لویدیځ ډیپلوماتان او پوځي مشران وایي چې په حکومت کې د جګړه مارانو شاملول به د حکومت اعتبار ته ډیر زیان ورسوي، یوشمیر په دې نظر دي چې په افغانستان کې هم پکارده چې هغه کاروشي چې په فرانسې کې په منځنی پیړۍ کې شوي وواو دوخت سلطنتی نظام هغه سیمه ییز قوماندانان په په تدریجی ډول په زعامت کې شریک کړل چې د نظام پرضد جنګیدل.

خو افغانان بیا له دې نظر سره موافق نه دي او وایي چې افغانستان یو مرکزي حکومت درلود چې پرمختګ یې کاوه خو همدغو پخوانیو جګړه مارانو چې لویدیځ بیرته وپړسول، دا دولت له منځه یوړ.



راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG