د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

د ولسمشرۍ په انتخاباتوکې له کاندید میرویس یاسیني سره مرکه


میرویس یاسیني وايي دې ډېر هېلمن دی چې د افغانستان د راتلونکې ولسمشر په توګه به وټاکل شي.
میرویس یاسیني وايي دې ډېر هېلمن دی چې د افغانستان د راتلونکې ولسمشر په توګه به وټاکل شي.

ميرويس ياسيني چې د عبدالستار زوى دى په كال ۱۳۴۲ كې دننګرهار ولايت په كامه ولسوالۍ كې زېږېدلى دى.

د ۱۳۵۰ كال كودتاه پر مهال ښاغلى ياسيني خپلې كورنۍ سره پاكستان ته كډه شو او هلته يې خپلې زده كړې پيل كړې چې وايي، د حقوقو او شرعياتو په برخه كې ماسټري ترلاسه كړې ده .

همدا رنګه نوموړی وايي چې د پخواني شوري اتحاد پروړاندې د افغانستان د خلكو جهاد كې يې هم فعاله ونډه لرله.

نوموړي د طالبانو د رژيم له راپرزېدو وروسته دننګرهار ولايت د سرې مياشتې د ریيس، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د بهرنيو اړيكو رييس، د بېړنۍ لويه جرګې دغړي، د اساسي قانو د لويې جرګې دغړي او لومړى مرستيال او د مخدره مواده پر وړاندې د مبارزې ریيس په توګه بېلابېلې دندې ترسره كړي دي. اوس د افغانستان په ولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو استازی او ددې جرګې لومړی مرستیال دی.

ښاغلي یاسینې په دې وروستیو کې ځان د ولسمشرۍ په راتلونکیو انتخاباتو کې د کاندید په توګه اعلان کړ او اوس د هغو یو څلوېښتو کاندیدانو څخه دی چې په راتلونکیو انتخاباتو کې د ولسمشرۍ د څوکې د ګټلو په هېله يې انتخاباتي مباریزې پیل کړي.

په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مومند له نوموړي سره ددې د انتخاباتي کړنلارې په اړه مرکه کړې. دا مرکه دلته اوریدلی شۍ.

د ولسمشرۍ د څوکۍ له کاندید میرویس یاسیني سره مرکه واورﺉ
XS
SM
MD
LG