تر دې مخکې په کابل کې خپریدونکو ځینو ورځپاڼو لیکلي وو، چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي امکاناتو د کمښت له کبله غوښتې، چې د هیواد په شمال کې دې د رایو اچونې زر مرکزونه نه پرانستل کیږي، خو زمري بشري دا راپورونه په کلکه رد کړل.
ښاغلي بشري د پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته و ویل چې د هیواد پولیس د رايې اچونې د ټولو اوو زرو مرکزونو د امنیت لپاره ژمن دي.
"د هیواد په شمال کې د راې اچونې د زرو مرکزونو د کمولو په اړه شوي څرګندونې درواغ دي، د کورنیو چارو وزارت د هغه لومړني پلان په پلي کولو پابند دې، چې په کې د راې اچونې د اوو زرو مرکزونو یادونه شوې ده.
د افغانستان اتل پولیس چمتو دي چې په هم دغو اوو زرو مرکزونو کې امنیتي تدابیر ونیسي."
بشري په کندوز ولایت کې د نا امنیو په اړه هم د رسنیو راپورونه له مبالغو ډک وبلل او ويې ویل ، ځینې وړې ستونزې موجودې وي، چې د هواري لپاره يې کوټلي ګامونه پورته شوي دي.
له بل لوري د کورنیو چارو د وزات ویاند په هیواد کې د کاندیدانو د کمپاین پیلیدو ته په اشارې د جمهوري ریاست له ټولو کاندیدانو ، د هغوې له پلویانو او عامو خلکو وغوښتل، چې د کمپاینونو پر مهال د ستونزو د مخنیوي لپاره دې د یوبل پوسټرونه او تبلیغاتي پاڼې له دیوالو نه شکوي.
هغه دا هم وویل چې له سرغړونکیو سره به قانوني چلن وشي:
"د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له ټولو خلکو او د جمهوري ریاست د کاندیدانو د کمپاین له مسؤلینو څخه غواړي، چې له دیوالو څخه د یوبل د پوسټرونو او نورو تبلیغاتي پاڼو له لرې کولو نه ډډه وکړي.
دا عمل د قانون پر خلاف دی او هغه کسان چې دا کار کوي د پولیسو لخوا تعقیبیږي او د قانون په چوکاټ کې به مجازات شي."
په همدې ډول د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته امر وکړ، چې د انتخاباتو په بهیر کې د پولیسو د ناپیلتوب د خوندي کولو لپاره دې په پولیسو پورې په اړوندو ودانیو او موټرو د د کاندیدانو پوسټرونه نه لږوي.
د کورنیو چارو وزارت د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ددغو تیاریو یادونه په داسې حال کې کوي، چې اکثره خلک د انتخاباتو د امنیت په اړه اندیښمن دي.
بشري: پولیس د رايي اچونې د ټولومرکزونو امنیت ساتي
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند وايي چې دوې هیڅ کله هم د انتخاباتو له خپلواک کمسیون څخه دا غوښتنه نه ده کړې، چې د هیواد په شمال کې دې د رایې اچونې د مرکزونو شمیر را کم کړي.