د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۱

نن ډاكټر عبدالله عبدالله د انتخاباتي مباریزو لړۍ شروع كړه

ډاکتر عبدالله وايي که ولسمشر شي ریاستي نظام به په پارلماني واړوي.
ډاکتر عبدالله وايي که ولسمشر شي ریاستي نظام به په پارلماني واړوي.

د افغانستان دجمهوري رياست راتلونكوانتخاباتوته كانديد ډاكترعبدالله عبدالله دكابل ښارپه يوه لوي اومجلل هوټل خپل انتخاباتي کمپاین پیل کړ.

نوموړي خپلو پلویانو ته د راتلونكو پروګرامونو د بيانولو پرمهال په دري ټكو ډير تاكيد وكړ ، اوويي ويل چې كه چيرى په راتلونكو انتخاباتو كي جمهور رييس شي ، هڅه به وكړي چي د دولت اومخالفينو ترمينځ خبرو اومذاكراتو ته زمينه برابره كړي :

"موږ اراده لرو چې دبرياليتوب دترلاسه كولو وروسته ،په ملي سطح له وسلوالو مخالفينو سره دتفاهم زمينه برابره كړو ، د ملي پخلاينې اوسنۍ پروسه سمه نه ده ، ځكه چې له يوې خوا د پخلاينې خبرى كيږي اوله بلې خوا په ځينو جنوبي اوشرقي سيموكې جګړه روانه ده ، اكثره خلك چې له مخالفينو سره يوځاى شوي دي دنظام دبى كفايتي نيتجه ده ."

همدارنګه ډاكترعبدالله وويل ، له ګاونډيو هيوادونو سره به اړيكي ښې ، اودا شرط به قانوني كړي چې ، نه به دګاونډيو هيواد ونوپه كورنيو چاروكې لاس وهي اونه به هغوى ته اجازه وركړي چې د دوي په كورنيوچاروكي لاس وهنه وكړي .

ده داهم وويل چې په هيواد كي اوسني رياستي نظام ونه شول كړى چې ، دهيواد اقتصادي ، فرهنګي ، سياسي ، امنيتي اوټولنيزې ستونزې هوارې كړي ، اوكه چيرې دى بريالي شي ، رياستي نظام به په پارلماني نظام واړوي .

خوخلك وايي ، هركانديد په خپلوكمپاينونو كې خلكوته داډول ښكلي اورنګيني وعدي وركوي خوكله چې يي د عمل وخت راشي ، ډيري لږيي يي هم نه عملي كيږي ، دوي وايي هرڅوك چي دجمهورى رياست پرڅوکۍ كيني ، بايد خلكو ته خدمت وكړي . يوتن سيف الله سين زي وايي :

"هرڅوك چې كاميابيږي بايد ملي پخلاينه راولي ، بيكاري وركه كړي ، په تشو وعدو نه كيږي بايد هرڅوك چې جمهورريس شي دوي باېد په عمل كي خلكوته خدمت وكړي ."

د افغانستان دجمهوري رياست انتخاباتو ته يوڅلويښت اودولايتي شوراګانو انتخاباتو ته څه باندي دري زره تنوځانونه كانديد كړي دي .

دانتخاباتو د خپلواك كميسيون د قانون له مخي دكانديدانو كمپاين دجوزا په دوه ويشتمه پيل اودوه مياشتي به دوام وكړي . دانتخاباتو ڼيته د روان كال د داسد ېا زمري دمياشتي نهه ويشتمه ټاكل شوې ده .
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG