ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د خپل لومړي مرستیال په توګه د مارشال فهیم له نومولو او محمد محقق سره له جوجاړي دفاع وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې حامد کرزی ددغې پریکړې له امله د بشري حقوقو د نړیوالو سازمانونو تر فشار لاندې راغلی.
د بشر د حقوقو سازمانونه مارشال فهیم په دې تورنوي چې په تیرو جنګي جنایتونو کې یې لاس درلود.
خو کرزی وايي:
"د خپل لومړي مرستیال په توګه د فهیم د غوره کولو پریکړه مې د هیواد د ګټو او یوالي لپاره کړې. د یوه داسې افغانستان د تقویې لپاره مې کړې، چې په حکومت کې یې افغانان وي او د بهرنیو تر تاثیر لاندې نه وي. "
په دغه خبري کنفرانس کې ولسمشر حامد کرزی د هغو راپورونو په اړه له یوې پوښتنې سره هم مخ شو چې وايي، نوموړي د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق ته د پنځو وزارتونو او ولایتونو ته د دوو ولسوالیو د لوړولو ژمنه ورکړې ده.
کرزي دغه راپورونه نه تایید او نه رد کړل:
" د محقق د وینا په برخه کې زه تاسو ته دا ویل غواړم، نن افغانستان یوداسې هیواد دى چې ټولو افغانانو په کې ځان ته ځای پیدا کړی دی.
دا هیواد له دیرشو کلونو ورانیو، دربدریو او له هغه حالت نه چې هر چا به ځان غوښته او بل څوک یې نه غوښته، دې حالت ته راغی چې افغانستان بیرته د ټولو افغانانو قوت دی، ملي مشارکت د افغانستان قوت دی. "
خو محقق څو ورځې مخکې له یوه خصوصي تلویزیون سره په مرکې کې ددې خبرې پخلی وکړ چې په راتلونکو انتخاباتو کې له حامد کرزي څخه د ملاتړ په بدل کې هغه ورسره د یادو شویو امتیازاتو د ورکولو ژمنه کړې.
په راتلونکو انتخاباتو کې د ولسمشر حامد کرزي سیالانو د نوموړي په دارنګه ژمنو اعتراضونه کړي دي او دا یې د رایو ترلاسه کولو لپاره پر ملي مسایلو معامله بللې.