د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۱

له ناکراريو سره به انتخابات څنګه ترسره شي؟


په داسې حال کې چې په افغانستان کې دجمهوري ریاست دانتخاباتو کمپاین دسې شنبې په ورځ رسما پیل شو، دهیواد په ځینو سیمو کې امنیتي نیمګړتیاوی دانتخاباتو دتدویرپه اړه لویې اندیښنې رامینځ ته کوي.

داچې دغه انتخابات له پخوانۍ ټاکل شوې نيټې څخه دراتلونکې اسد یا زمري میاشتې نهه ویشتمې ورځې ته وځنډول شول یو لامل یې داوو چې تردې نیټې پورې به امنیتي وضعیت ښه شي.

خو داسي ښکاري چې تراوسه هم دافغانستان په ځینو پراخو سیمو کې ددولت دواک دټینګولو اړتیا لیدل کیږي.

په افغانستان کې دامریکایي قواوو دعملیاتو قوماندان جنرال ډ یوید پیتریوس په دې وروستیو کې په واشنګټن کې سیاسي اوپوځي مشرانو ته دناکراریو دزیاتیدو په اړه توضیحات وړاندی کړل .
ده غونډې ته وویل:

"په دې کې شک نشته چې امنیتي وضعیت خصوصا په روستیو دوو کلونو کې ناوړه شوی دی او نورې سختی شپې ورځې لاهم په مخ کې دي. "

جنرال پیټریوس ګډونوالوته په افغانستان کې د نا امنیو دزیاتوالي او کموالي دګراف او چارټونو په ښودلو سره ټینګار وکړچې په لرې پرتو سیمو کې دامنیتي ستونزو حجم او اندازه خصوصا دانتخاباتو لپاره داندیښنې وړ ده .

ده د اوړی په موسم کې دزوریاتي دواقعاتو زیاتوالي ته په اشارې راتلونکې ستونزې دغونډې حاضرینو ته داسې بیان کړې.

" تاسو دلته په څرګند ډول یوه بنده دایره وینۍ چې دهوا دحالاتو اوژمي پورې ارتباط لري. او تاسو وینۍ چۍ تیره اونۍ دافغانستان په تاریخ کې یا لږترلږه ددغه هیواد له ازادی وروسته موده کې دامنیتي واقعاتو ترټولو ډکه اونۍ وه . تاسو وینۍ چې امنیتي پیښې په اوړي کې څنګه زیاتیږي او په ژمي کې کمیږي او په دې شکل همداسې تکراریږي. دلته چې په دغه ځای کې امنیتي پیښې کمې شوي علت یې دکوکنارو دحاصلاتو ټولول دي. خو دلته بیا سختې میاشتی په مخ کې دي . دپیښو کچه به ځکه لوړه شي چې مونږ ددوی پټو ځایونو او خوندي اډو ته لکه څنکه چې لازمه ده ورځو."

دناټو وروستۍ احصایي دامنیتي وضعیت په اړه دجنرال پیټریوس نظر تاییدوي.

دناټو په مشرۍ دنړیوالو سوله ساتو ځواکونو وروستی رپوټ وايي چې په تیرو شپږو میاشتو کې دمخالفینو بریدونه نسبت تیرکال ته ۵۹ فیصده زیات شوي چې له تیرې جنوري میاشتې تر می میاشتی پورې وسلوالو مخالفینو په افغانستان کز ۵۲۲۲ بریدونه کړي دي .

رپوټ زیاتوي چې په دې لړ کې دسړک دغاړې دماینونو بریدونه چې دغه ډول ماینونه په افغانستان کې دنړیوالو قواوو په مقابل کې ترټولو خطرناکه وسله ده په سلو کې اتیا زیات شوي دي .

خالد پښتون په ولسي جرګې کې دکندهار دنا ارامه ولایت یو وکیل او ددې جرګې ددفاعي کمیسون غړي ازادۍ راډیو ته وویل چې دوسلوالو طالبانو د اوړي بریدونه په اوچت شمیر او شدت جریان لري خودې په دې باور دی چې په افغانستان کې دنړیوالو قواوو زیاتوالی کولای شي دطالبانو دبرید څپه ماته کړي .

دی وایي :

" زه داسې فکرکومه که دغه وضعه ،په همدې شکل ادامه پیداکړي ،او دبین المللي ټولنې قواوې هم په افغانستان کې په همدې کچه سره خپل جنګ ته ادامه ورکوي، امکان لري چې دانتخاباتو ترراتلو پورې به داوضعه تر ډیرحده قابل دتحمل او کنټرول وګرځي او که دمخالفینو وضعه په همدې ډول چې دتیرو دوه درې ورځو په جریان کې خلکو په خپلوسترګو لیدلې دي چې دپاکستان په شمال کې اوافغانستان ته څیرمه غټ غټ تشکیلونه راروان دي او مقابل کې یې بین المللی جامعه خپل عکس العمل له موجوده وضعې څخه ضعیفه کړي، نو په هغه صورت کې مونږ فکر کوو چې دانتخاباتو وضعه به مخ پرخرابیدو شي او انتخابات به صورت ونه مومي ."

خالد پښتون په دې باور دی چې پخوا به کله چې په افغانستان کې بریدونه زیات شول په پاکستان کې به کراري شوله او دغه راز کله به چې په افغانستان کې کراري شوه نو په پاکستان کې به بریدونه زیات شول خو داځل به په دواړو ګاونډیو هیوادونو کې زورزیاتی په یوه مهال زیات شی .

خالد پښتون دخپل دغه نظر دتایید لپاره دطالبانو یوې وروستۍ فیصلې ته اشاره کوي چې له پاکستانیانو یې وغوښتل چې په خپل هیواد کې وجنګیږی او په افغانانو یې غږ وکړچې خپله زیاته توجه په خپل هیواد کې جنګ ته واړوي.

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري ازادي راډیو ته وویل چې دهیواد دجنوب په لسو ناارامو ولسوالیوکې پولیس نشته او داسې دقیق معلومات هم نه دي ترلاسه شوي چې دغه سیمې څوک اداره کوي او څه په کی پیښیږی.

خو ده وویل چې دپولیسو دشمیر زیاتوالی ، دوی ته ښه روزنه ورکول او ددوی سمبالول به امنیتي وضعه ښه کړي.

دی وایي :

" مونږ په دې باور یو چې دانتخاباتو امنیت به ټینګ کړو. په هرحال ، په هغو سیمو کې چې جنګ روان دی هلته به امنیتی مشکلات وي خو ددې معنی دا نه ده چې هلته به انتخابات ونه شي.
انتخابات به کیږي او پولیس به خپله ټوله وسه وکړي چې افغانانو ته درایو ورکولو زمینه برابره کړي."

دناټو تړون دغړو هیوادونو دفاع وزیرانو په خپلې روستۍ غونډې کې په افغانستان کې د ایساف قواوو په تشکیلاتو کې یولړبدلونونه ددې لپاره ومنل چې دامریکایي قواوو نوي قوماندان جنرال ډیوید مککریسټال ته زیات صلاحیت ورکړل شي .

جنرال مککریستټال په افغانستان کې دخپلو لومړیو څرګندونو په ترڅ کې دتیرې دوشنبې په ورځ وویل چې " مونږ دهرډول زورزیاتي په مقابل کې دافغانستان دخلکو دساتنی لپاره دلته یو او مونږ باید دخلکو دعقیدې او رواجونو درناوی وکړو. "
XS
SM
MD
LG