ښاغلي دين محمد چې د سې شنبې په ورځ يې په كابل كې يوې خبري غونډې ته وينا كوله د نورو كانديدانو د انتخاباتي مبارزو له ټيمونو څخه هم وغوښتل چې د انتخاباتي مبارزو پر مهال دې اخلاقي اصول مراعات او له جبر او تاوتريخوالي څخه دې كار نه اخلي :
"مونږ د انتخاباتو د خپلواك كميسون له خوا وضع شوي اصول مراعاتوو او په خپلو ټولو فعاليتونو كې به د افغانستان اساسي قانون او ملي يوالي ته درناوى وكړو .
مونږ هيله من يو چې نورې خواووې هم يو سالم رقابت پر مخ يوسي ، څو د افغانستان خلك خپل د خوښې وړ كس ته رايې وركړي . "
ښاغلي دين محمد دغه شان وويل چې ولسمشر كرزي او كاري ډلې يې په تيرو اوو كلنو كې دا ثابته كړه چې د افغانستان د مشرتابه وړ دي نو ځكه به خلك يو ځل بيا دى د خپل ولسمشر په توګه وټاكي .
د ولسمشر كرزي د انتخاباتي مبارزو د ټيم مشر وويل چې د ښاغلي كرزي د انتخاباتي مبارزو مالي سرچينې به هم د انتخاباتي مبارزو پر مهال ښكاره وي :
" زمونږ كمپاين نن پيل شو ، تر دې ورسته به خپلې مالي سرچينې هم معلومې كړو ، دومره ويلاى شم كومې مرستې چې تر اوسه پورې شوې دي دا ټولې په خپله د افغانانو له خوا دي ."
د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره انتخابات د زمري د مياشتې په اته ويشتمه نيټه جوړيږي چې يوڅلويښت كانديدان په كې برخه لري .
د چار كارپوهان وايي چې په راتلونكو انتخاباتو كې د افغانستان د اوسني ولسمشر حامد كرزي په وړاندې چې د انتخاباتي مبارزو ټيم يې د بري شعارونه وركوي يو شمير قوي كانديدان هم شته چې که د خلکو رايي تر لاسه کړي ولسمشر کرزي ته ماته ورکولای شي .