د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۶

د نړیوالوځواکونو نوي قومندان په افغانستان کې خپل کاررسماً پیل کړ


جنرال مک کریسټل
جنرال مک کریسټل
اسوشيتیدپریس خبري اژانس په په يوه تحلیلي مطلب کې ليکلي دي: په افغانستان کې د مېشتونړیوالو(ايتلافي او ناټو) ځواکونو د نوي عمومي قوماندان ستر اهداف د ملکي وګړو د تلفاتو له مخنیوي پيلېږي.

جنرال ستېنلي مک کرېستل چې په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه نومول شوی، مخکې هم ويلي و چې د ده لومړۍ دنده به په افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو مخنيوی وي.

دا امريکايی جنرال همداراز وايي دی به هڅه وکړي چې د وسله والو طالبانو پرضد په عملياتو کې له پخوانيو او کلاسیکو تکتیکونو څخه کار واخلي او خلکو ته د اساسي خدماتو د برابرولو لپاره ملکي سرچينې په کار واچوي.

جنرال مک کرېستل چې د جنرال ديويد مک کېرنان پرځای ټاکل شوی کابل ته له تلو مخکې، د جمعې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع له وزیرانو سره په افغانستان کې د ناټو د غړو هېوادونو د ځواکونو د ونډې په اړه سلامشورې وکړې. د امريکا د دفاع وزير د ملکي تلفاتو د مخنيوي پر اړتیا ټینګار وکړ، او ويې ویل ملکي تلفات، د امريکا له مهمو ستراتيژيکو نیمګړتیاوو څخه دي.
جنرال مک کریسټل وايي دی به هڅه وکړي چې د وسله والو طالبانو پرضد په عملياتو کې له پخوانيو او کلاسیکو تکتیکونو څخه کار واخلي .


ښاغلی مک کرېستل وايي دی په پام کې لري چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو پرضد د جګړې له کلاسيکو او پخوانيو لارو چارو څخه کار واخلي. یعنې د ده يو مهم هدف به دا وي چې د افراطي ډلو او سيمه ايزو خلکو ترمینځ فاصله رامينځ ته کړي.

دی وايي په دې توګه به له يوې خوا وتوانېږي چې د خلکو ملاتړ خپل کړي، او له بلې خوا کره استخباراتي معلومات ترلاسه کړي. په عين حال کې دی وايي هڅه به وکړي چې د عامه اساسي خدماتو د وضعيت د ښه کولو لپاره له ملکي وسایلو څخه کار واخلي.

د پوځ متقاعد منصبدار رابرت سکېل چې په افغانستان کې د مېشتو ځواکونو قوماندانانو ته مشورې ورکوي، له اسوشيتيدپریس اژانس سره په يوه وروستۍ مرکه کې وويل، دی فکر کوي چې جنرال مک کرېستل به د افراطي طالبانو او القاعده شبکې د غړو د وژلو پرځای خپله ډېره پاملرنه، د وسله والو طالبانو، او سهوي هوايي حملو څخه د خلکو د ساتنې مسالې ته واړوي.

ښاغلی سکېل وايي اهداف اوس بدل شوي، په دې معنی چې له دې وروسته مهمه نه ده چې څومره سيمې د نړيوالو ځواکونو د واک په ساحه کې دي، بلکې مهمه دا ده چې نړیوال ځواکونه خلکو ته د مصوونیت په برابرولو کې څومره اغېز لرلای شي.

د امريکا د ستراتيژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز کارپوه انتوني کاردسمن وايي چې جنرال مک کرېستل د هغې ستراتيژۍ د تطبيق لپاره چې ولسمشر بارک اوباما د مارچ په میاشت کې اعلان کړه، هم لازم قابليت او توان لري او هم کافي صلاحيت ورکړل شوی دی.
XS
SM
MD
LG