د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

ډاکټر فاطمي: د هیواد په مرکز او څلورو حوزو کې د وینې سمبال بانکونه جوړیږي


د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي، چې دا بانکونه د فرانسې د لسو میلیونو ډالرو په مالي مرسته جوړیږي او په دې برخه کې به خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

ډاکټر سید محمد امین فاطمي، چې د وینې د ورکولو د نړیوالې ورځې د لمانځلو لپاره جوړې شوې غونډې ته يې وینا کوله وویل، چې ددې بانکونو په جوړیدو سره به نه یوازې دوی د وینې د خونديتوب له پلوه ډاډه شي، بلکې د وینې د خطرناکو ناروغیو په تشخیص کې به هم مرسته وکړي.

"د فرانسې جمهوریت د وینې یو مرکزي بانک په کابل ، او څلور نور بانکونه په څلور سترو حوزو کې چې کندهار ننګرهار مزارشریف او هرات په کې شامل دي جوړوي.
ددې پروژې په بشپړیدو سره به مونږ تر ډیره د وینې د خوندي توب له پلوه ډاډه شو او همداراز دا به له مونږ سره مرسته وکړي چې د ایډز او زیړي په څیر ناروغۍ تشخیص او د اخته کسانو درملنه وکړو."

ډاکټر فاطمي زیاته کړه، که څه هم دوی د وینې د کمښت له پلوه تراوسه پورې له کومې ستونزې سره نه دي مخ خو بیا يې هم خلک وهڅول، چې د خپلې وینې په ډالۍ کولو سره دې ضرورتمندو کسانو ته ژوند وروبښي.

پدې غونډه کې یوې داسې ماشومې هم ګډون کړې وو، چې د تلاسیمیا یا د وینې د کمښت ناروغۍ لري، هغې د غونډې له برخوالو او ټولو خلکو وغوښتل، چې د څو څاڅکو وینې په ورکولو سره يې ژوند وژغوري.

"زما نوم اقصا دې زه د دریم ټولګي زده کوونکې یم زه د تلاسیمیا په ناروغۍ اخته یم او په هرو شلو ورځو کې باید وینه واخلم زه له ټولو مسلمانانو غواړم چې د وینې بانکونو ته دی ورشي او زما په څیر ناروغانو ته وینه ورکړي او هغوې ته دی ژوند وروبښي.

زه یوه بله غوښتنه هم لرم که چیرې ما بهرنیو هیوادونو ته واستوي څو هلته درملنه وکړم او روغه شم."

د وینې د ورکولو د نړیوالې ورځې د لمانځلو لپاره په جوړې شوې دې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر، ددغه وزارت نور جګ پوړو چارواکو او راغلو میلمنو هم خپله وینه ډالۍ کړه.

د کابل پوهنتون یو محصل، چې د وینې د ورکولو لپاره په دې غونډه کې ګډون کړې وو د ازادۍ راډیو ته وویل چې دې خپله وینه له ضرورتمندو کسانو سره د مرستې لپاره ورکوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې اوس د هیواد په سلو کې اتیا روغتونونه د وینې د تشخیص امکانات په واک کې لري.

د افغانستان د وینې مرکزي بانک چارواکي وايي، چې اوس اوس يې کابو شل زوره یونټه وینه ترلاسه کړې او له یو زر او اوو سوو یونټو نه زیاته وینه يې اړو ناروغانو ته ورکړې ده.

خو اکثره ناروغان بیا دا شکایت کوي چې د وینې په بانک او یا هم روغتونونو کې د وینې د پیدا کولو په برخه کې تل له ستونزو سره مخ وي. او د وینې بانک نه شي کولې ټولو اړو ناروغانو ته وینه ورسوي.
XS
SM
MD
LG