د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۱

نن تر شنه اسمان لاندې


افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون د ولسمشرۍ د را روانو انتخاباتو لپاره د یو څلویښتو کاندیدانو وروستی لېست اعلان کړ. د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي ېوازې د دوو کسانو نومونه يې د ولسمشرۍ د کاندیدانو له لېست څخه غورځولي، په دوی کې یو د جنرال دوستم سیال اکبر بای هم شامل دی. ددې اونۍ تر شنه اسمان لاندې خپرونه کې له خپلو میلمنو سره د کاندیدانو د وروستي لېست د اعلان موضوع څېړو. دا خپرونه نن د ماشپښین له درې بجو د مازیګر تر پنځو بجو پورې په مستقیم ډول خپریږي.

په خپرونه کې مو پر کارپوهانو سربېره د انتخاباتو د خپلواک کمیسون استازي هم ستاسو پوښتنې ځوابوي.
که پوښته لرﺉ کولای شۍ د خپرونې پر مهال زموږ سټوډیوګانو ته زنګ ووهۍ ، د ټېلفون شمېرې دي :

په کابل کې : ۰۰۹۳۷۹۹۲۰۳۵۴۰، ۰۰۹۳۷۰۰۸۲۲۷۵۵نړیوالې شمیرې : ۰۰۴۲۰۲۲۱۱۴۱۰۱يا ۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۲۰۱
موږته خپلې پوښتنې د ایمیل له لارې هم را استولی شۍ
XS
SM
MD
LG