د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۴

په واشنګتن کې بریدکوونکی ونیول شو


د واشینګټڼ ښاروال له پېښې وروسته خبریالانو سره خبرې کوي.
د واشینګټڼ ښاروال له پېښې وروسته خبریالانو سره خبرې کوي.

د چارشنبې په ورځ واشنګتن کې یو سړی د هالوکاست موزیم ته ورننوت او پر ساتونکو یې ډزې وکړې، یو تن یې سخت ټپي کړ او بیا دو ساتونکو پر ده ډزې وکړې.

ټپي شوی ساتونکی سټیفن جانز نومیږي، نهه دیرش کلن دی چې له زخمي کیدو وروسته روغتون ته انتقال شو او څو ساعته وروسته وفات شو.

پولیسو وویل چې بریدکونکی په جوابي ډزو کې پرمخ لګیدلی دی او سخت زخمي شوی دی.

د پولیسو افسر دیوید سکالسر ددې پیښې په اړه وویل:
(( لس دقیقې یوې ته پاتې وې چې یو سړی د هالوکاست موزیم ته ننوت، له ده سره ټوپک و، نه پوهیږم چې اتومات و که یو ټکه، په دې برخه کې صرف دومره ویل شوي دي چې ټوپک و. کله چې دی موزیم ته داخلیده ټوپک یې لیدل شوی که وروسته ولیدل شو، زه په دې برخه کې معلومات نه لرم، خو له ننوتو سره یې پر ساتونکو ډزې کړې دي))
کله چې ډزې کیدې، د موزیم د رییس ( ویلیم پارسنس) په وینا، په موزیم کې تقریبا دوه زره کسان و.


د هالوکاست موزیم په واشنګتن ډی سي کې ملي پارک ته نژدې دی او د تورستانو لپاره یوه ډیره په زړه پورې سیمه ده.

کله چې ډزې کیدې، د موزیم د رییس ( ویلیم پارسنس) په وینا، په موزیم کې تقریبا دوه زره کسان و.

پولیسو د بریدکوونکي د هویت له افشاء کیدو ډډه کړې ده خو یو شمیر رسنیو د اسوشیتد پریس اژانس په ګډون څرګنده کړې ده چې دا سړی اته اتیا کلن دی او( جیمز وان برن) نومیږي.

( جیمز وان برن) تورن دی چي نژادي تعصب لري او ده یو کتاب هم په دې نوم تالیف کړی دی چې ( څوک چې د کلمې سړی نه وي ویې وژنئ). سیمه ییزو خبریالانو د پولیسو په وینا څرګنده کړې ده چې د جیمز وان برن له کوره داسې اسناد هم ترلاسه شوې دي چې ده د نورو احتمالي بریدونو قصد هم درلود.
XS
SM
MD
LG