عزیزالله لودین چې د پنجشنبې په ورځ يې د راچونې په پاڼو کې د کاندیدانو د نومونو او انځورونو د ترتیب لپاره د قرعه کشۍ په غونډه کې خبرې کولې وویل، چې د دې کار لپاره په نړۍ کې له څو بېلابېلو کړنلارو کار اخستل کیږي.
"مونږ، چې د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې پوښتنې وکړې دوی د دې کار لپاره بیلابیل میتودونه لري.
اکثره ځایونو کې دا نومونه د الف با په ترتیب لیکل کیږي او په ځینو ځایونو کې قرعه کشي کوي مونږ هم دغه لار غوره کړه څو ګیلې کیسې ورکې شي او د قرعه کشۍ له لارې نومونه ترتیب کړو."
د قرعه کشۍ په پاې کې د راې اچونې په پاڼو کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د نومونو او انځورونو تریب اعلان شو.
په داسې حال کې چې د روانو چارو کتونکي دا کار د انتخاباتو د بهیر د شفافیت یوه برخه بولي خو وايي چې په کاره ده په ټولو برخو کې شفافیت ته زیاته پاملرنه وشي. د روانو چارو یو کتونکې احمد سعیدي وايي.
"د دې لپاره قرعه کشي چې د چا نوم په کوم ځاى کې راشي بې اغیزې نه ده خو په هر صورت د انتخاباتو خپلواک کمسیون اعلان وکړ، چې دوی د خلکو د شکایتونو پر بنسټ د یو شمیر کاندیدانو نومونه لرې کړل، هر وخت، چې دوى د خلکو شکایتونه د رسنیو له لارې خپاره کړل هغه وخت خلک باور کوي چې په رښتیا هم د انتخاباتو خپلواک کمسیون شفافه دى."
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراګانو راتلونکي انتخابات د روان کال د زمري د میاشتې په نهه ویشتمه نېټه ترسره شي.
څومره، چې د انتخاباتو وخت رانږدې کیږي هومره د شفافیت په اړه اندیښنې زیاتیږي. د کتونکو په وینا د دولت د وسلوالو مخالفینو خوځښتونه، د وسلوالو ډلو موجودیت او اداري فساد د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت په وړاندې اساسي ستونزې ګڼل کیږي.
خو د انتخاباتو د خپلواک کمسیون چارواکي وايي، چې نړیوالو څارونکي به د انتخاباتو بهیر وڅاري او دوى ډاډ ورکوي، چې دا هر څه به په شفافه توګه تر سره شي.