د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

له افغانستان څخه د ځوانو مغزونو او استعدادونو تېښته زیاته شوې


رپوټونه وايي ،یو شمیر لوستي ځوانان د امریکايي ځواکونو سره په دې خاطر د ترجمان په توګه کار کوي چې غواړي په امریکا کې د کار او ژوند اجازه ترلاسه کړي.
رپوټونه وايي ،یو شمیر لوستي ځوانان د امریکايي ځواکونو سره په دې خاطر د ترجمان په توګه کار کوي چې غواړي په امریکا کې د کار او ژوند اجازه ترلاسه کړي.

په دې ورستیو څو کلونو کې له افغانستان څخه د کارپوهو اولوستو ځوانو وتل او لویديځو هېوادونو ته کډه کول زیات شوې دي. د ډېرو په باور په داسې حال کې چې جګړه زپلی افغانستان د ابادۍ لپاره خپلو ځوانو استعدادونو ته اړتیا لري،ددې هېواد څخه د ځوانانو دا ډول تېښته یوستر ګوزار دی، په دې اړه د جرمني خبري اژانس د یو رپوټ په ترڅ کې یو افغان زلمي معرفي کوي او وايي:


ېوازې د میرویس نېږدي خپلوان پوهېږي چې هغه رېښتیا چېرې کار کوي؟ هغه خپلو دوستانو او خپلوانو ته ویلي چې په یوه مرستندویه ټولنه کې کار کوي.
خو میرویس چې دا يې خپل اصلي نوم نه دی د امریکايي ځواکونو سره د ترجمان په توګه کار کوي او ځان يې د طالبانو د بریدونو هدف ګرځولی دی .

دغه پنځه ویشت کلن افغان زلمي دا دنده ېوازې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره نه ترسره کوي، بلکې له دې دندې سره يې د امریکا د ګرین کارډ تر لاسه کولو مسله هم تړلې ده، چې په وسیله يې نوموړی کولای شي په امریکا کې ژوند او کار وکړي .

ډېر زر ښايي میرویس د خپلې میرمنې او وړې لور سره له افغانستان څخه ووځي او په بهر کې د هغو افغانانو سره یو ځای شي چې د خپل هېواد څخه د بېلابېلو دلایلو له امله وتلي دي .

د افغانستان څخه د ځوانو کدرونو تېښته ددې جګړه زپلي هېواد لپاره یو لوی ګوزار دی ، ځکه دا هېواد د بیا رغونې په برخه کې تر بل هر څه ډېرپوهو او لوستو ځوانانو ته اړتیا لري.

بې وزلي، بې کاري ، او ناکراري هغه علتونه دي چې ګڼ افغانان يې له هېواده تېښتې ته اړ کړي ، او کله چې هم ورته فرصت برابر شي له هېواده پښې باسي.

د م.م یو افغان کارکونکی



په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر یو افغان کارکونکي د جرمني خبري اژانس ته ویلي :
(( بې وزلي، بې کاري ، او ناکراري هغه علتونه دي چې ګڼ افغانان يې له هېواده تېښتې ته اړ کړي ، او کله چې هم ورته فرصت برابر شي له هېواده پښې باسي.))


یو شمېر هغه ځوانان چې د امریکايي ځواکونو سره د کار کولو زمینه ورته نه ده برابره شوې بیا قاچاقبرانو ته په زرګونو ډالر ورکوي او په ډېر خطرناکو لارو ځانونه لویدېځو هېودونو ته رسوي .

د جرمني خبري اژانس د یو بل افغان له خولې وايي یو قاچاقبر ته يې اویا زره ډالر ددې لپاره ورکړل چې د کورنۍ شپږ غړي يې استرالیا ته ورسوي.

ددې تر څنګ بیا یو شمېر افغانان له لویدیځ څخه خپل هېواد ته راستنېږي، په دې کې یو شمیر سوداګر او یو شمیر هم هغه خلک دي چې د افغانستان په اوسنیو دولتي او غېرې دولتي ادارو کې په لوړو څوکیو ټاکل شوي ، دوی بهرني پاسپورټونه لري او هره ګړۍ چې حالات خراب شي له افغانستان څخه پښې سپکولای شي.

د افغانستان څخه د افغان ځوانانو تېښته ان په لوړه دولتي سطحه هم لېدل شوې ، د جرمني خبري اژانس وايي، تېر کال د افغان ولسمشر حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر یو کارکونکی په امریکا کې د ولسمشر کرزي له هییت څخه وتښتېد ، او اوس په کاناډا کې اوسېږي.

کاناډا د مهاجرینو د منلو په برخه کې د خپلې نرمې پالیسۍ له کبله د افغانان په منځ کې ډېر شهرت لري .

تېر کال د افغان ولسمشر حامد کرزي د مطبوعاتي دفتر یو کارکونکی په امریکا کې د ولسمشر کرزي له هییت څخه وتښتېد ، او اوس په کاناډا کې اوسېږي.

جرمني خبري اژانس



په دې کال کې د افغانستان د تلویزون یو مشهور ویاند هم د امریکا د رسمي سفر پر مهال هملته د پاتې کېدو ګونډه ووهله، او خپل هېواد ته بېرته ستون نه شو.

په جرمني کې هم د افغانستان د شپاړلس کلنۍ څخه د کم عمره ځوانانو د فوټبال د ډلې څخه چې دې هېواد ته د روزنې لپاره تللې وه ، درې ځوانان او د هغوی یو روزنکی تري تم شول او ځانونه يې پټ کړل.

له بلې خوا په کابل کې د لویدیځو هېوادونو سفارتونو اوس له دې وېرې افغان ځوانانو ته وېزې ورکول سخت کړي چې ښايي بېرته هېواد ته راستانه نه شي.

دې کار د مرستندویه ادارو د کارونو لپاره ډېرې ستونزې راپیدا کړي دي .

په کابل کې د ښځو سره د مرستو د ېوې ادارې مشره روسماري سټاسیک وايي امریکايان پوهېږي چې ولې ځوان افغانان له هېواد تېښتې ته زړه ښه کوي:

(( که چېرې زه یوه شل کلنه افغانه نجلۍ وی نو زه به لوڅې پښې پر ماتو ښېښوتر کاناډا تللی وی))

نوموړې وايي، دا نه ېوازې ددې په خاطر چې امنیت خراب دی، بلکې په دې هېواد کې د ځوانو استعدادونو لپاره فرصتونه نه شته او د هغوی په وړتیاو سترګې پټېږي.

میرویس چې روانې انګلیسې خبرې کوي او د اقتصاد پوهنځی يې لوستې هم همدا شکایت کوي:

که چېرې زه یوه شل کلنه افغانه نجلۍ وی نو زه به لوڅې پښې پر ماتو ښېښوتر کاناډا تللی وی.
روسماري سټاسیک



(( په دولتي ادارو کې داسې ګڼ کسان پیدا کولای شي چې څلورم پورې يې هم ښونځی نه دی لوستی، خو په ډېرو لوړو او ښو څوکیو ټاکل شوي، ځکه دوی واسطې لري))

نوموړی وايي حکومت ځوانانو ته ارزښت نه ورکوي بلکې ځوانان له پامه غورځوي.

میرویس زیاتوي هغه ته خپل هېواد ګران دی خو پوهېږي چې دلته يې راتلونکی نه ښه کېږي.

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مشر ګل الرحمن قاضي هم همدا خبره کوي او وايي:

(( د افغانستان څخه د کدورنو دتېښې لوی سببونه دادي چې په دې هېواد کې کارپوهانو ته پام نه کېږي ، کارونه ورته نه سپارل کېږي، د دوی د پوهې او تخصص سره سم امتیازات نه ورکول کېږي.

هغه کسان چې له بهر څخه راځي هغوی ته ډېرې امتیازات ورکول کېږي، هغه کېکاري وړتیا لري کنه؟ دا ځکه چې په ښو پوسټونو ټاکنې ټولې په واسطو رابطو دي.
نو دوی چې کله بې برخلیکه پاتې شي، د هېواد څخه د تېښتې پرته بله لاره نه لري. ))

میرویس وايي سره له دې چې د امریکا د پوځ سره کار کول له امنیتي پلوه خطرناک دي خو اوس هم تر یو نیم رزو زیات غوښتنلېکونه ددې منتظر پراته دي چې د امریکايي ځواکونو سره د ترجمانانو په توګه ومنل شي.

میرویس وايي دا ټول د امریکا د ګرین کارډ غوښتونکي دي .

نوموړي زیاتوي له ۲۰۰۷ عیسوي کال راهېسې له کله نه چې د امریکايي ځواکونو سره افغان کارکونکیو ته دا فرصت برابر شوی شا او خوا سل تنه افغانان د امریکا متحدو ایالتونو ته کډوال شوي .
میرویس زیاتوي، د دوی پنځوس تنه پېژني ، خو ېوازې پنځه يې په امریکا کې خوشاله دي او نور ټول خپه دي.

هغه وايي په امریکا کې حکومتي مرستې تر شپږو میاشتو دوام کوي، خو شپږ میاشتې وروسته باید دا کسان ځان ته کار پیدا کړي ، هغه که هر کار وي ؟ او ډېر له دوی څخه د ځانونو لپاره وړ کارونه نه شي پیدا کولای، همدا علت دی چې ډاکتران او د اقتصاد کارپوهان په مغازو او ریستورانتونو کې کار کوي .

میرویس وايي زما هم نه خوښېږي چې خپل وطن پرېږدم خو زه وېرېږم او داسې اټکل کوم چې په راتلونکیو کلونو کې به دلته ناکرارۍ نورې هم زیاتې شي نو ښه ده چې ځان ېوې خواته وباسم


XS
SM
MD
LG