د دې كميسيون رييس ګرنټ كيپن د سې شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل چې د اعتراضونو د ثبتولو د پروسې په لړكې د افغانستان له يو دېرشو ولايتونو څخه دوى ته اعتراضونه ورسېدل چې درې سوه دوه اعتراضو يې سم او پرځای وو.
نوموړي څرګنده كړه چې د دغو اعتراضونو له امله درې د جمهوري رياست او څلورپنځوس تنه د ولايتي شوراګانو كانديدان د كانديدانو له لسټ څخه وغورزول شول:
"کانديدان په بېلابيلو مواردو كې چيلينج يا وننګول شول لكه د دوه ګوني تابعيت لرل، د جنايي جرمونو په ترسره كولو او له غير مسوولو وسلوالو ډلو سره د ارتباط لرلو او يا د دغه ډول ډلو په مشرۍ.
مونږ له شپږو ويشتو ولايتونو څخه سم او پرځای اعتراضونه د دوى په وړاندې ترلاسه كړل."
د افغانستان په راتلونكو انتخاباتو كې څلورڅلويښت كسانو ځانونه جمهوري رياست ته كانديد كړي وو چې يوه يې له مخكې نه استعفا وركړه دغه راز درې زره څلورسوه او اته تنو ولايتي شوراګانو ته ځانونه كانديد كړي وو.
د انتخاباتو د شكايتونو د اورېدو كميسيون وايي چې اوس مهال څلويښت تنه دجمهوري رياست او درې زره درې سوه او څلورنوي تنه نوردولايتي شوراګانو انتخاباتو ته ولاړدي.
په عين حال كې د انتخاباتو د شكايتونو د اورېدو دكميسيون غړى فهيم حكيم وايي چې ښايي د شكايتونو د اورېدو په پروسه كې هم د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو يو شيمر كانديدان له لسټ څخه لرې كړاى شي.
ده څرګنده كړه دجمهوري رياست او ولايتي شوراګانو هغه كانديدان به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي چې په بيلابيلو جرمونو تورن دي:
"د اعتراضونو په لړكې ډير شمير جرمي قضيي وړاندې شوې، چې بايد پټې نه شي، ددغه ډول قضیو څېړل دعدلي او قضايي ارګانونو كاردى، دا ډول قضيي به هغوى ته واستول شي او هغوى به په اړه اجرات وكړي."
د انتخاباتي شكايتونو د اورېدو كميسيون وايي هغه كسان چې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو په ضد يې اعتراضونه ثبت كړي دهغوى هويت پټ ساتل شوى او تر اوسه پورې له دوى څخه كوم يو نه دى تهديد شوى.
د دې كميسيون چارواكي وايي چې د كانديدانو له لسټ څخه د جمهوري رياست د دريو تنو او دولايتي شوراګانو د څلورپنځوسو حذف يا لرې شوو كانديدانو نومونه به د انتخاباتو د خپلواك كميسيون لخوا د قانوني بهیر د ترسره کېدو وروسته اعلان شي.
ټاكل شوې ده دافغانستان دجمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخابات دروان كال د اسد يا زمري د مياشتې په نهه ويشتمه نيټه ترسره شي.
خو د افغانستان د حالاتو ځينې څيړونكي په دې باوردي چې د امنيتي دلايلو له امله ښايي يوشميركسان په انتخاباتو كې برخه وانه خلي.

کانديدان په بېلابيلو مواردو كې چيلينج شول: لكه د دوه ګوني تابعيت لرل، جنايي جرمونو کې لاس لرل، له غيرې مسوولو وسلوالو ډلو سره د اړیکو ساتل او يا د دغه ډول ډلو مشري کول.
دشکایتونو کمیسون