د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۴

کرزي: وسلوال طالبان هم باید د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ګډون وکړي

ولسمشر کرزي وویل رايي ورکول د هر افغان حق دی او طالبان هم باید دا حق وکاروي
ولسمشر کرزي وویل رايي ورکول د هر افغان حق دی او طالبان هم باید دا حق وکاروي

په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په درشل کې ولسمشر کرزي یو ځلې بیا له وسلوالو مخالفینو څخه غوښتي دي، چې په راروانو انتخاباتو کې دې ګډون وکړي.

ولسمشر کرزي دا غوښتنه په خپله وروستۍ راډیويي وینا کې وکړه، چې د افغانستان د ملي راډیو له څپو نه د جمعې په ورځ خپره شوه.

ولسمشر کرزي په انتخاباتو کې ګډون کول د هر افغان حق وباله، او پر طالبانو يې غږ وکړ چې په انتخاباتو کې دې برخه واخلي:

"په ځانګړې ډول له طالبانو او له نورو مخالفینو څخه غواړم، چې د انتخاباتو په ملي پروسه کې شامل شي او د نورو هېوادوالو په څیر د انتخابولو او د خپلې راې د کارولو له حق نه استفاده وکړي او په دې ترتیب خپل هیواد او خلکو ته خدمت وکړي."

تردې مخکې هم افغان ولسمشر له وسلوالو مخالفینو څخه څو څو وارې غوښتي وو، چې د سولې له بهیر سره یو ځاې شي او د هېواد د برخلیک په ټاکلو دې ونډه واخلي.

خو د دولت مخالفینو او په تېره بیا طالبانو هر ځلې دا غوښتنې رد کړي او له دولت سره يې د خبرو او د انتخاباتو په څیر په ملي مناسبتونو کې د ګډون لپاره شرطونه وړاندې کړی دي.

وسلوالو طالبانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د ولسمشر کرزي دا غوښتنه هم رد کړې اوهغه يې یوه امریکايي پروسه بللې ده.

له بل لورې عام افغانان بیا په انتخاباتو کې د طالبانو د ګډون او یا نه ګډون په اړه جلا نظرونه لري.

"زما نوم حاجي احسان دى دا ډیره ښه خبره ده چې پخلاینه وشي او مخالفین راشي او په انتخاباتو کې ګډون وکړي. هغوې که هر څومره لرې ساتل کیږي هومره بغض او کینه زیاتیږی."

تر دې مخکې ځینې داسې رپورټونه خپاره شوي وو، چې د طالبانو یو شمیر غړو د راى اچونې کارټونه ترلاسه کړي او ممکن په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو راروان انتخابات د روان کال د زمري د میاشتې په نهه ویشتمه نیټه ترسره شي، خو د وسلوالو مخالفینو لخوا په انتخاباتو کې له ګډون څخه انکار، د انتخاباتو د امنیت په اړه، چې ممکن خلک د راې اچونې صندوقونو ته له تلو منع کړي اندیښنې هم زیږولي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG