د ملګرو ملتونو او مرستندویه موسسو په وینا په افغانستان کې تیر کال د افغان او نړيوالو ځواکونو او ددولت د وسلوالو مخالفانو ترمنځ جګړو کې شاوخوا ۲۰۰۰ملکي کسان وژل شوي دي.
درویټرز خبري اژانس وايي : د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې موضوع هغه مهال د افغان دولت او نړيوالو ځواکونو ستونزه زیاته کړه کله چې په فراه ولایت کې امریکايي ځواکونو پر یو کلي چې ماشومان او ښځې په کې وې بمباري وکړه.
د افغان ولسمشر ویاند د پنجشنبې په ورځ رویټرز اژانس ته وویل ډیر ژر به د هغه پلان چې له مخې به يې د نړيوالو ځواکونوعملیات د افغان دولت سره له نژدې نه هماهنګه کیږي مسوده چمتو شي.
همایون حمید زاده وویل، د افغانستان ددفاع او بهرنیو چارو وزارتونه په دې لړ کې جدي کار کوي.
نوموړي وویل په پلان کې به دا موضوع په ګوته کیږي چې په کومو حالاتو کې باید نړيوال ځواکونه خپل عملیات ترسره کړي.
د افغانستان ولسي جرګې تیره میاشت غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې د نړیوالو ځواکونو د عملیاتو د قانوني کولو لپاره ګام پورته شي څو د خلکو د استازو په وینا د ملکیانو سر او مال ته تاوان ونه رسیږي.
امریکايي مقاماتو او جنرالانو هم اوس دا منلې چې ددوي د ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي خلکو مړیني له دوی سره د عامو افغانانو ملاتړ کم کړی دی.
د امریکا په مشرۍ ایتلافي او نورو سوله ساتو ځواکونه ويلي، په ټول وس او توان سره او د نویو تکتیکونو په خپلولو سره هڅه کوي څو ملکي افغانانو ته ددوی په عملیاتو کې مرګ ژوبله ونه رسېږي.