د سونیا پلار له پورتو ریکو څخه امریکا ته مهاجر شوی او دا لومړی ځل دی چې یوه هسپانوي ټبره امریکانۍ، سترې محکمې ته چې نهه غړي لري، نومول کیږي.
ځیني کتونکي د سونیا نومول سیاسي حرکت بولي او وايي چې سونیا به د امریکا په سترې محکمې کې د اقلیتونو استازیتوب وکړي.
د امریکا د متحده ایالاتو د سترې محکمې له موجودیت څخه ۲۲۰ کاله تېریږي خو یوازې څلور قاضیان یي سپین پوستي نه وو، پاته ټول قاضیان یي سپین پوستي تېر شوې دي.
تر اوسه یوازې دوو افریقايي ټبرو او دوو ښځو د امریکا په دې سترو څوکیو کار کړی.
خو داسې بریښي چې دا حالت ممکن بدل شي، په دې معنی چې جمهور رییس بارک اوباما د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سترې محکمې د خالي شوې څوکۍ لپاره یې د فدرالي محکمې یوه ډیره معززه او محترمه ښځینه قاضي ۵۴ کلنه سونیا سوتومایر نومولې ده.
جمهور رییس اوباما وویل ددې مهمې څوکۍ لپاره یې نوموړې د لیاقت ، له قانون څخه د پوهې او خلاقیت په معیار غوره کړې ده.
یو شمير امريکایانو د جمهور رییس ددې پرېکړې هرکلی کړی اوځینو نورو بیا غندلې ده.
یوه ستره پوښتنه داده : ايا جمهور رییس بارک اوباما چې دی هم د اقلیت غړی دی ، نژاد ، قوم او جنس ته په ډیر اهمیت قایل دی او له همدي امله یې د سترې محکمې لپاره سونیا نومولي ده؟
د نیویارک ایالتي پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد رابرت سپیتڅزر وايي، خبره داسي نده . ځیني کسان ممکن داسې فکر وکړي چې جمهور رییس اوباما په دې کار سره غواړي یوه سهمیه پوره کړي خو د ستري محکمې لپاره دا مهمه ده چي د هیواد د مختلفو خلکو استازیتوب وکړي. دی وایي:
(( زه فکر کوم دا کومه ستونزه نه ده. په امریکا کې ډیر مستعد او تکړه خلک شته چې په سترې محکمې کې د کار کولو جوګه دي.دا مهال د امریکا په فدرالي محکمو کې زیات شمیر ښځینه قاضیاني او د لاتیني امریکي ټبري کسان کار کوي. په نورو سیاسی ساحو کې لکه د والیانو او نورو په څوکیو هم تکړه او پوه کسان کار کوي خو دوی سپین پوستي نه دي. ))
پروفیسور سپيتڅزر وایي د امریکا په سترې محکمې کې د سونیا سوتومایر ټاکنه چې ویل کیږي یوه تکړه او ماهره میرمن ده، ددې محکمې په اصولو او مقرراتو کې ممکن کوم بدلون را نه ولي.
خو په واشنګټن کې د کاتو څیړنیزانستیتیوت د رییس مرستیال ښاغلی ډیویډ بواز وایي دا سمه ده چې د سونیا سوتو مایر ټاکنه به د سترې محکمې په اصولو کې کوم بدلون را منځ ته نه کړي خو د نوموړې د لیاقت او وړتیا په اړه ډاډمن نه دي.
بواز وایي تر کومه ځایه چې د سونیا سوانح یې لوستي، داسې بریښي چې دا ممکن ډیره تکړه او هوښیاره میرمن وي خو قضاوت یې ممکن د قانون پر ځای د هغې د شخصي قضاوت اواحساس په اساس وي.
ډیویډ بواز وایي:
(( زه فکر کوم دا یو سیاسي حرکت دی. لاتین ټبري امریکاییان اکثره ډموکراتانو ته راي ورکوي، خو بیا هم د افریقایي ټبرو امریکایانو په اندازه یی رايي زیاتي نه دي. زما په فکر ډيموکراټ ګوند زیارباسي د لاتین ټبرو امریکاییانو زیات او قوي ملاتړ تر لاسه کړي. دوي فکر کوي سترې محکمې ته د لاتین ټبري یا هسپانوي الصله امریکنایۍ ټاکل به له ډيموکراټ ګوند سره په دې کار کې مرسته وکړي. ))
د امریکا جمهور رییس بارک اوباما وایي هیله من دي چې د میرمن سوتو مایر د تایید استماعیه غونډه به په خپل وخت وشي او نوموړې به د اکتوبر په پنځمه چي د سترې محکمې نوي دوره پیلېږي ، پر دندې وټاکل شي.

زه فکر کوم دا یو سیاسي حرکت دی. لاتین ټبري امریکاییان اکثره ډموکراتانو ته راي ورکوي، خو بیا هم د افریقایي ټبرو امریکایانو په اندازه یی رايي زیاتي نه دي.