د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

د ګوانتنامود زندان په بندولو کې اوباما د سنا له مخالفت سره مخ دی


د امريکا ولسمشر بارک اوباما د ګوانتنامو د زندان د تړلو حکم لاسلېکوي
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د ګوانتنامو د زندان د تړلو حکم لاسلېکوي

د امریکا سنا په دوځلې رايې ورکونې کې د جمهورریس بارک اوباما ادارې ته دا قوي پیغام ورکړ چې د ګوانتانامو د زندان د بندلو او له دې زندان څخه د لږترلږه ۲۴۰ زندانیانو د انتقال په خاطر به په کانګرس کې له سختې مبارېزې سره مخ دی.

جمهورریس اوباما د انتخاباتو تر ګټلو وروسته په یوه کال کې د ګوانتنامو زندان د بندولو فرمان لاسلیک کړ.

د نړیوالو په خاص ډول د اروپایانو او مسلمانانو له نظره د ګوانتنامو زندان او په کښې کلونه کلونه بی له محاکمې د بندیانو ساتل د امریکایانو د بندنامۍ او له قانونه د سرغړونې سمبول دی.

جمهورریس بارک اوباما د اپریل په میاشت کې د دې پروسې د ختمولو او د بندیانو د برخلیک د معلومولو په خاطرله کانګرس څخه ۸۰ ملیونه ډالر وغوښتل . خو د جمهور ریس بارک اوباما له دې پلان سره په کانګرس کې دېموکراتانو او جمهوري غوښتونکیو مخالفت کړی دی.

په سنا کې د اکثریت مشر ، دېموکرات سناتور هری ریډ د چارشنبې په ورځ د جمهورریس اوباما د وړاندیز په اړه سخت دریځ ونېوه .

ښاغلي ریډ وویل : دېموکراتان به په هېڅ ډول تر هغو چې د جمهور ریس لخوا یو هر اړخیز او مسولانه پلان تر لاسه نه کړي، په دې مسله کې پرمخ ولاړنه شي . موږ به هېڅ کله تروریستانو ته اجازه ورنه کړو چې په متحدو ایالاتو کې ازاد شي .

دواړه ګوندونه وایي سپېنه ماڼۍ باید مخکې تر دې چې دا سند تاید کړي په زندان کې د موجودو کسانو راتلونکې روښانه کړي . البته په ګوانتنامو کې له ۲۴۰ زندانیانو د ۳۰ تنو د خلاصیدو ضمانت شوې دې او یو شمېر به یې نورو هېوادونو ته واستول شي خو دا نه ده واضح شوې چې کومو هیوادونو ته ، ځکه زیاتو هیوادونه یې د منلو په اړه زړه نازړه ښکاري.

چارواکو ویلي لږترلږه ۱۰۰ تنه یې باید تر ازادۍ وروسته د امریکا متحد ایالاتو ته ولېږدول شي، په داسي حال کې چې زیات کسان په کښې خطرناک بلل کیږي.

په دې ارتباط د جمهوري غوښتونکي ګوند سناتور جېمز انهویف وویل : فکر وکړﺉ چې هلته به له ۲۴۵ زندانیانو سره څه کوو ؟ اکثریت یې بد خلک دي . د هغوی خپل هیوادونه يې بیرته نه غواړی او نه یې د استولو بل ځای شته .

د سپینې ماڼۍ ویاند رابرت ګیبس په دې ارتباط خبریالانو ته وویل چې د جمهورریس اوباما ادارې ته د بوش له حکومت څخه یوه ډیره جنجالي قانوني لانجه په میراث رسیدلې ده چې د حل لپاره یې په احتیاط ګامونه اخیستل کیږي.

په همدې وخت کې د اف بی اۍ ریس رابرت مولیر له دې امله چې که د ګوانتنامو زندانیان خلاص شي بېرته به د تروریستانو حمایت وکړي اندیښنه څرګنده کړې ده .

XS
SM
MD
LG