د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۹

د افغانستان پربودجې دنیویارک ټایمزتبصره


Afghanistan -- Soldier checks tractor as it enters Afghanistan from Pakistan's Chaman border, 25sep2008
Afghanistan -- Soldier checks tractor as it enters Afghanistan from Pakistan's Chaman border, 25sep2008
نيويارک ټايمز زياتوي د وکيلانو له لورې د بودجې ردکېدل چې ممکن د ځينوپروګرامونو مالي چارې وځنډوي، ښاغلي کرزي او د هغه حکومت ته يو ګوزار ؤ. د ولسي جرګې له جوړېدو راورسته دا لومړى ځل دى چې د کال مالي بودجه د تصويب لپاره د خلکو استازو ته وړاندې کېږي.دا بودجه چې عادي بودجه بلل کېږي اوس هم ځنډېدلې ،ځکه چې د افغانستان مالي کال د حمل په لومړۍ پيل کېږي .
د افغانستان مالي چارې په پراخه پيمانه په نړيوالو مالي مرستو تکيه او ولاړې دي .د وکيلانو له خوا د عادي بودجې ردېدل د افغانستان پر پرمختيايي بودجې اغېز نه شيندي.
دافغانستان پرمختيايي بودجه چې درسته مرستندوى هيوادونه ورکوي ، د روان کال لپاره دولس سوه مليون ډالره ده .
عادي بودجه چې د افغانستان د ماليې وزير ولسي جرګې ته وړاندې کړې وه او استازو رد کړه ، ٨٣٦ مليون ډالره اټکل شوې چې په دغو پيسو کې د افغانستان حکومت غواړي پنځه سوه مليون ډالره د هيواد له داخلي عوايدوڅخه برابرې کړي او پاته نورې له مرستندويانو واخلي .
ګاردين بريتانيايۍ ورځپاڼې بيا د افغانستان په هکله يوه بله موضوع انتخاب کړې او مقاله يې ورباندې چاپ کړې ده . دا موضوع د هلمند په نسبتاً ناکرار ولايت کې ، د يوې ښځې په جرآت راڅرخي .
ګاردين ليکي ،کله چې تېر کال راضيه بلوچ چې د څلورو اولادونومور ده ، د هلمند د ولايتي شورا استازې شوه، سيمه ييزو چارواکو هغې ته د مبارکۍ او ډالۍ په توګه يو کلاشينکوف ورکړ.
راضيه بلوچ وايي چې توپک يې زما د امنيت لپاره راکړى ،خو کله چا ما ورباندې ډز وکړ مرمۍ پکې بنده شوه .
د دې کيسې له بيانولو وروسته ورځپاڼې کښلي چې په افغانستان کې سياست ځيږه او خشنه لوبه ده او د ښځو لپاره خو بيا د مرګ له خطر سره غبرګه هم ده .دا خطر په هلمند کې لا زيات دى. په دغه ولايت کې په داسې حال کې چې بريتانيايي ځواکونه وراستول کېږي او سږ کال تاوتريخوالي تر بل هرکال زيات شوي،څو تنو زړه ورو مېرمنوچې په هيڅ راز وسلې سمبال نه دي د خپل ږغ په پورته کولو سره هلو ځلو ته دوام ورکوي .



په افغانستان کې د تاوتريخوالو د روانې څپې په دوام کې د پکتيکا پخوانى والي او د امنيې قوندان چې پرون د غزني په اندړ ولسوالۍ کې تښتول شوي وو نن له درو ملګرو سره مړۀ وموندل شول.
د هرات په شين ډنډ ولسوالۍ کې هم د فراه ولايت يو دولتي مقام له خپلو درو ساتونکو سره ووژل شو.
خو له کندهار څخه مو نن راپورونه لرل چې د دغه ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې شاوخوا شپېته تنه وسله وال طالبان او ملکيان تېره شپه پر يوۀ کلي د ائتلافي ځواکونوپه بمبارۍ کې وژل شوي دي. د آزادۍ راديو خبريال جاويد احمد وفا په دې پېښه کې له ژوبلو شويو کسانو سره غږېدلى او دا راپور يې راستولى دى:
XS
SM
MD
LG