د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۵۳

تاجکستان نشه يي مواد نيولي


د تاجکستان د کورنيو چارو وزارت وايي امنيتي ځواکونو يي له پنځه سويو کيلو ګرامو څخه زيات نشه يي مواد نيولي او دا له شوروي اتحاد څخه د تاجکستان د خپلواکۍ وروسته تر ټولو ستره اندازه مواد دي چي نيول کيږي.
تاجکستان له افغانستان څخه نړۍ ته د اپينو او نورونشه يي موادو د قاچاق په اصلي لاري پروت هيواد دئ.
د تاجکستان د کورنيو چارو وزارت وايي شاوخوا ٥٣٠ کيلو ګرامه نشه يي مواد چي له دوشنبه ښار څخه شمالي ښار خوجند ته په يوې لارۍ کي وړل کيدل، نيول شويدي.
XS
SM
MD
LG