پنجشنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۵
د امريکې د متحده ايالاتو پخوانى جمهور رئيس رونالد ريګن چې په اتياومه لسيزه کې د کومونيزم او شوروي اتحاد په پر ضد مبارزه کې مهم رول ولوباوه، وړمه شپه د ٩٣ کلنى په عمر له دنيا څخه سترګې پټى کړى. نوموړى په وروستيو لسو کلونو کې د الزايمر په ناروغې اخته و. رونلد ريګن د امريکا د څلويښتم ولسمشر په توګه د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو په وړاندى د افغان مجاهدينو کلکه ننګه کړى وه. د امريکا اوسني جمهور رئيس جورج بوش چې پرون سهار په پاريس کې د ريګن له مړينې خبر شو په لومړني غبرګون کې يي وويل چې نوموړي د امريکا د يووالي سره مرسته وکړه. او نړۍ يي له سړې جګړې څخه وژغورله. د افغانستان د انتقالي دولت مشر حامد کرزي هم په يوه بيان کې د رونالد ريګن پر مړينې ژوره خواشيني ښودلى او د هغه د کورني له غړيو په تيره بيا د ميرمن ريګن او د امريکا له حکومت او ملت سره يي خواخوږي څرګنده کړى ده. د ښاغلي کرزي په پيغام کې ويل شوي دي چې د افغانستان خلکو د شوروي د يرغل په وړاندې د افغانانو د جهاد په لړ کې د رونالد ريګن مرستې په ياد دي.