د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۴۹

خبرونه

شکمنو طالبانو د ارزګان ولايت د استخباراتو برمته شوى مشر وژلى دى٠ پاکستاني پوليسو د وال ستريت ژورنال د خبريال د وژلو په تور يو کس نيولى دى٠ د فلوجۀ به ښار کې د امريکايي ځواکونو او تندرو مسلمانو جنګياليو ترمنځ د دايمي اوربند لپاره خبرى روانې دي٠

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د سالنګ لويه لاره د سختو واورو له امله وتړل شوه

سالنګ لاره - آرشیف
سالنګ لاره - آرشیف

د طالبانو د ټولګټو وزارت یو چارواکی وایي چې د درنو واورو او توفان له کبله د سالنګ لویه لار له تېرې شپې د ټولو وسایطو پرمخ وتړل شوه.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په سالنګ کې سخته واوره اوري او په بېلابېلو ساحو کې د واورو اندازه تر یو متر زیاته ده.

حق شناس ویلي چې د ټولګټو وزارت له خلکو غواړي، څو تر بلې خبرتیا پورې د سالنګ پر لویه لار تګ راتګ ونه کړي.

د سالنګ لویه لار پلازمېنه کابل له ۹ شمالي او شمال ختیځ ولایتونو سره نښلوي.

دا په روان ژمي کې څووم وار دی، چې د سالنګ لویه لار د ټرافیکو پرمخ تړل کېږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپېژندنې ادارې د شنبې په ورځ ویلي وو چې یکشنبه او نن دوشنبه به د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې درنه واوره او باران اوري او په ځینو ولایتونو کې به سېلابونه وبهېږي.

ایران پر یمن د امریکا او برېتانیا وروستي بریدونه وغندل

په یمن کې د حوثي یاغیانو خلاف د امریکا او برېتانیا د بریدونو یوه څنډه
په یمن کې د حوثي یاغیانو خلاف د امریکا او برېتانیا د بریدونو یوه څنډه

ایران پرون یکشنبه د امریکا د متحدو ایالتونو او برېتانیا له خوا پر یمن تازه حملې وغندلې او ویې ویل چې دا هېوادونه هڅه کوي چې په سیمه کې د کړکېچ زیاتېدو ته لمن ووهي.

د امریکا او برېتانیا ځواکونو د شنبې په ورځ په یمن کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو پر ۱۸ اهدافو حملې وکړې.

دا حملې په سره سمندرګي او عدن خلیج کې د حوثي یاغیانو له خوا د حملو په ځواب کې وشوې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوه اعلامیه کې ویلي، امریکا او برېتانیا په دغسې حملو سره په سیمه کې د کړکېچ د زیاتولو هڅه کوي او غواړي د جګړې او بې ثباتۍ لمن پراخه کړي.

اسوشېټېډ پریس اژانس د ځینو امریکايي چارواکو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي راپور ورکړی چې د امریکا او برېتانیا جنګي جټ الوتکو تېره شنبه په یمن کې اته ساحې وویشتلې چې میزاییل، راکټ لانچرونه، توغندي، بې پېلوټه الوتکې او د هوايي مدافع دستګاوې یې په نښه کړې دي.

دا د جنورۍ میاشتې له ۱۲مې څلورم وار دی چې د امریکا او برېتانیا پوځونه د حوثي یاغیانو خلاف ګډ پوځي عملیات کوي، خو امریکا په یوازې سر هم تقریباً هره ورځ د حوثیانو ځینې اهداف ولي.

سوریه: یو ماین چاودنې ۱۴ تنه وژلي

په نقشه کې د سوریې تصویر
په نقشه کې د سوریې تصویر

د سوریې په یوه دښته کې د یوه ماین په پرونۍ چاودنه کې ۱۴ کسان ووژل شول.

د سوریې سانا دولتي اژانس لیکلي چې د اسلامي دولت ډلې د تروریستانو له خوا د یوه پاتې شوي ماین په چاودنه کې د ۱۴ ملکیانو د وژل کېدو تر څنګ ۸ نور ژوبل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې چې په لومړیو کې د وژل شویو شمېر ۱۳ ښوولی و، ویلي دي چې په قربانیانو کې ښځې هم شاملې دي.

دغو کسانو په یوه دښته کې یو ډول طبي بوټي را ټولول.

د قطر، امریکا او مصر په منځګړتوب د اسراییل او حماس د مذاکرې هڅې روانې دي

د غزې یوه څنډه
د غزې یوه څنډه

له حماس ډلې سره د اسراییلي یرغملو د خلاصون او اوربند د رامنځ ته کېدو د احتمال په اړه غیر مستقیمې خبرې پرون (د فبرورۍ ۲۵) هم روانې وې.

حماس د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې لخوا یو تروریستي سازمان ګڼل کیږي.

قطر، امریکا او مصر په دې خبرو کې منځګړیتوب کوي.

اسراییلي رسنیو خبر ورکړی چې که هوکړه وشي، نو په لومړي پړاو کې به له حماس ډلې څخه ۳۵ تر ۴۰ یرغمل شوي بندیان خوشې شي.

دا هم ویل شوي چې اسراییل به د دوی په بدل کې شاوخوا ۳۰۰ فلسطینیان خوشې کړي.

اټکل کیږي چې د ماشومانو، ښځو او لویانو په ګډون به شاوخوا سل تنه لا هم د حماس له خوا یرغمل وي.

وړاندوېنه کیږي چې که یوې موافقې ته ورسیږي، د حماس او اسراییلو ترمنځ به شپږ اونۍ اوربند رامنځ ته شي.

زیلینسکي: ۳۱ زره اوکرایني سرتېري له روسیې سره په جګړه کې وژل شوي

د اوکراین ولسمشر، ولودومیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر، ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر له روسیې سره په جګړه کې د وژل شویو اوکرایني پوځیانو شمېر ۳۱ زره اعلان کړ.

ولودومیر زیلینسکي پر اوکراین د روسیې د برید د دویمې کلیزې په مناسبت په یوه خبري غونډه کې د وژل شویو اوکراییني سرتېرو شمېر اعلان کړ.

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دا لومړی وار و چې په تېرو دوو کلونو کې د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي له روسیې سره په جګړه کې د وژل شویو اوکراییني سرتېرو شمېر رسنیز کړ.

ښاغلي زیلینسکي د ټپي یا ورکو پوځي پرسونل کره شمېره اعلان نه کړه.

اخوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ هم په یوه بیانیه کې ویلي چې په اوکراین کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څارنې ادارې د جګړې پر مهال د ۳۰ زره ۴۵۷ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه پلټنې کړي چې په اساس یې ۱۰ زره ۵۸۲ تنه وژل شوي او ۱۹ زره ۸۷۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

هرات: طالبانو د پښتون زرغون د اوسپنې په یوه کان کې د ۱۴۰ میلیونه ډالره پانګونې خبر ورکړ

د افغانستان په نقشه کې هرات ولایت
د افغانستان په نقشه کې هرات ولایت

طالب چارواکو د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د اوسپنې په یوه کان کې د ۱۴۰ میلیونه ډالرو پانګونې اعلان کړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس د هرات ولايت د طالبانو د کانونو او پټروليم د رييس فضل احمد منيب خاموش په حواله ليکلي دي چې د دغه کان د عوايدو شل سلنه د طالبانو بوديجې ته ځي.

خاموش زیاته کړه چې په هرات ولایت کې ۳۶ کانونه سروې شوي او د ۲۶ کانونو استخراج دوام لري.

په هرات کې د طالبانو د کانونو او پټروليم رييس ونه ويل چې د پښتون زرغون ولسوالۍ د اوسپنې په کان کې کوم هېواد يا کوم شرکت پانګونه کړې ده.

په ورته وخت کې د دغې پانګونې په اړه د هرات ولایت اوسېدونکو خبر ورکړی چې طالبان په دغه ولایت کې بنسټیزو پروژو ته هېڅ پام نه کوي.

دا مهال له ترکمنستان څخه پاکستان او هند ته د ګازو د لېږد لویه پروژه چې له هرات ولایت څخه هم تېرېږي، ځنډېدلې ده.

د اتریش حکومت: خپل یو ۸۴ تبعه مو د طالبانو له بنده را خوشې کړ

له ارشیفه د پلچرخي زندان او پکې د ولاړ طالب ساتونکي تصویر
له ارشیفه د پلچرخي زندان او پکې د ولاړ طالب ساتونکي تصویر

د اتریش حکومت د طالبانو له بند څخه د خپل یوه ۸۴ کلن تبعه د خوشې کولو اعلان وکړ.

د راپورونو له مخې، دغه سړي تېر کال افغانستان ته سفر کړی و.

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خوشې شوی کس هربرت فریتز نومیږي او پرون (فبروري ۲۵) د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېد.

د اتریش صدراعظم کارل نیهامیر د فرتز د خلاصون لپاره د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني له هڅو مننه کړې ده.

اسوشیټیډ پریس د تېر کال په مې میاشت کی خبر ورکړ دغه اتریشی وګړی وروسته له هغه ونیول شو چی د طالبانو په اړه یې د اتریش په یوه مجله کی یوه مقاله خپره کړې وه.

طالب چارواکو د دغه اتریشي وګړي د نیول کېدو او خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د اتریش رسنیو پرون راپور ورکړ چې هربرټ فریتز د اتریش د «نو نازي» غورځنګ لپاره د جاسوسۍ په تور نیول شوی و.

نن د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د واکسین کمپاین پیلیږي

تصویر له ارشیفه، یو افغان رضاکار چې ګوزڼ یې پښه فلج کړې، ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کوي
تصویر له ارشیفه، یو افغان رضاکار چې ګوزڼ یې پښه فلج کړې، ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کوي

نن دوشنبه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسیناسیون پیلېږي.

له پولیو خلاص افغانستان بنسټ چې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف یې ملاتړ کوي، په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې دغه کمپاین به په کابل، کندوز، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، پروان، کاپیسا، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات کې تطبیق شي.

تېر میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې ټولې په ننګرهار کې وې، خو سږکال تر دې دمه د کومې مثبتې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په کې ختمه شوې نه ده.

له پاکستانه د لکونه افغان کډوالو جبري ستنولو په افغانستان؛ په تېره سرحدي ولایتونو کې د ګوزڼ د پېښو د زیاتېدو اندېښنې پورته کړي.

جوزجان: طالبان سبا یو کس په عام محضر کې قصاص کوي

د افغانستان په نقشه کې جوزجان ولایت
د افغانستان په نقشه کې جوزجان ولایت

د افغانستان ځینو رسنیو د سرچینو په وینا راپور ورکړی چې طالبان غواړي سبا دوشنبه په جوزجان ولایت کې یو تن په عام محضر کې قصاص کړي.

دغو سرچینو ویلي چې دغه کس د خپلې کورنۍ د یوه غړي په وژنه تورن دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره پنج شنبه په غزني ولایت کې دوه کسان د قتل په تور په عام محضر کې قصاص کړل چې دې کار یې په نړیواله سطحه عکس العملونه وپارول.

دا لا څرګنده نه ده چې د تورنو کسانو د محاکمې بهیر څومره عادلانه و او ایا دوی مدافع وکیل درلود که نه.

مصر: روانه اوونۍ به د حماس او اسراییل د اوربند د موافقې منځګړیتوب وکړو

د غزې یوه څنډه
د غزې یوه څنډه

د مصر امنیتي سرچینې وايي قطر به روانه اوونۍ د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د موافقې پر نهايي کولو د خبرو منځګړیتوب وکړي.

رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د دواړو لوریو استازي به وروسته قاهرې ته سفر وکړي چې هدف یې د یرغمل شویو د خوشې کولو په ګډون د یوې موافقې پر مهالوېش او میکانیزم سلا کېدل دي.

د اسراییل یو هیئت چې د یرغمل شویو د خلاصون پر سر د نویو مذاکرو لپاره پاریس ته تللی و، بېرته اسراییل ته ستون شوی او د اسرائیل جنګي کابینې ته یې تېره شپه د دغو خبرو په باب معلومات ورکړل.

دا چې د اسراییل په جنګي کابینه کې په دې باب څه پرېکړې وشوې، رسماً څه نه دي ویل شوي.

بلخوا د اسراییل رسنیو نن یکشنبه راپور ورکړی چې د اوربند پر سر د موافقې لپاره منځګړو پرمختګونه کړي چې په مرسته یې له غزې په لسګونو یرغمل شوي کسان د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ازاد شي.

حماس ډلې د اکتوبر میاشتې پر اوومه پر اسرائیل په حملې سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.

په نومبر میاشت کې د یوه لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، د لسګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ګڼ یرغمل شوي کسان خوشې شول؛ خو تر سلو زیات کسان لا هم یرغمل دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG