د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۲

د افغانستان انتقالي دولت د دوشنبى په ورځ د زابل د ولايت دوه لوړ رتبه چارواکى له کاره وويستل. د زابل د والي د مرستيال مولوي محمد عمر په وينا خليل الله هوتک او عبدالرحمن هوتک له وظيفو څخه ليرى کړاى شول. خليل الله هوتک د زابل ولايت د ملي امنيت رئيس ؤ چې د مرکزي حکومت سره يي ځينى سياسي اختلافات درلودل او پدى تورن شوى دى چې په يو شمير جرمونو کې يي لاس درلود. د زابل د والي مرستيال د دوهم شخص د ليري کيدو دليل څرګند نه کړ.


اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG