د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۹

د آزادۍ راديو خبريالى په واشنګټن کې د امريکى د متحده ايالاتو د جمهور رئيس جورج بوش د خاص استازى زلمى خليل زاد سره د افغانستان د وروستيو پيښو په اړه او په خاصه توګه د کابل په شير پور کې د کورنو د ورانولو او د ځمکو د ويش په هکله مرکه کړى چې نوموړى د يوى پوښتنى په ځواب وايي " تر هغه ځايه چې ما د مطبوعاتو څخه اوريدى، دغه کار چې شوي، طبيعي ده چې يو شمير خلک يي خپه کړيدي. او هغوي ته يي ستونزي پيښي کړيدي او دا چې هيڅ شئ په افغانستان کې اوس پټ نه پاتى کيږي دا ښى نښى نښاني دي چې خلک کولاى شي خپل آواز د نړيوالو غوږ ته ورسوي. خليل زاد زياتوى، زما نظر دادى چې هر هغه کار چې په افغانستان کې کيږي د قانون مطابق او د خلکو حقونو ته د احترام په بنسټ بايد وشي٠


اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG