یکشنبه ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۵۰
د افغانستان د ټولنيز وضعيت په اړه انديښنى مخ په زياتيدو دي. که له يوى خوا د افغانستان د حساس وضعيت څخه وسله والى ډلى په تيره د طالبانو پاتى شونى ګټه اخلي خو له بلى خوا په افغانستان کې د بى شميره وسله والو او جګړه مارانو موجوديت او د هغوى فعاليتونو د ثبات او بيارغونى په لاره کې خنډونه رامنځ ته کړى دي٠ د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو څارونکو ډلو او نورو خپلواکو سازمانونو پدى هکله تل رپوټونه خپاره کړى، خو دا ځل د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د کميسون خاص استازي چې افغانستان ته يي سفر کړى په دولتى چارواکو له هغى جملى څخه د دفاع په وزير مارشال فهيم نيوکه کوى چې دى د خپل قدرت نه په استفادى د خلکو ځمکى او کورونه لاندى کوي٠