پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۵
په امريکا د سپتمبر د يولسمى نيټي د بريدونو څخه وروسته د نړيوال تروريزم په وړاندى د امريکا په مشرى يو نړيوال ائيتلاف جوړ شو چې د هغى د عاملينو د ځپلو دپاره افغانستان د جګړۍ ډګر وګرځيد٠ په افغانستان کې د طالبانو سختدريځه واکمنى رانسکوره شوه او د ال قاعده تروريستى شبکه وټکول شوه٠ د نړيوالو په مرسته د افغانستان موقتى اداره رامنځ ته شوه او په هيواد کې د يو مدنى نظام د جوړيدو دپاره هلې ځلې روانى دي، خو هغه ژمني چې په لومړى سر کې نړيوالو د افغانستان سره کړى وى ډيرى ورو شوى او په تيرو دوو کلونو کې هغه نتيجى چې خلکو يي هيله درلوده ندى ترلاسه شوى٠ درويتر خبرى اژانس په افغانستان کې د سپتمر د يولسمى پيښو وروسته ددى هيواد حالات څيړلى چې دلته وړاندى کيږي٠