پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۵
د کڼر په ولايت کې د طالبانو يو پخوانى ولسوال د امريکائي ځواکونو له خوا وژل شويدى. د کڼر والي سيد فضل اکبر پدى اړوند وويل چې داکټر نعمت الله د نرنګ په ولسوالى کې د طالبانو ولسوال ؤ. د کڼر والي د آزادۍ راديو د همکار سره په مرکه کې همداشان پدغه ولايت کې د ځنګلونو د وهلو او د لرګيو د غير قانوني تجارت په هکله وويل چې پدي اړوند يي د سيمى د ولسى خلکو سره خبرى کړيدي او هيله يي څرگنده کړه چې ددغه غير قانوني کار مخه ونيول شي.