د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۴

د امريکې متحده ايالاتو په افغانستان کې يو ځل بيا د فولبرايت سکالرشپ په نامه د زده کړو د بورسونو ورکړه پيل کړه. په اوياومه لسيزه کې زيات شميرافغانانو ددغه سکالرشپ څخه ګټه اخيستى او لوړي زده کړى ئي کړيدي. دادى بيا متحده ايالات افغانى محصلينو ته په امريکې کې د لوړو زده کړو زمينه برابروي . د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت په غونډه کې ددغه وزارت وزير د امريکې ددي پروګرام بيا پيل کيدل وستايل او ويي ويل چې د محصلينو په ټاکلو کې به د پوره عدالت نه کار واخيستل شي او د يوى سمى آزموينى د تيرولو وروسته به هغوى د زده کړو دپاره وټاکل شى. په غونډه کې په کابل کې د امريکې د متحده ايالاتو سفير هم ګډون کړى ؤ.


اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG