د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۹

د ننگرهار ولايت اوسيونکى په نړيوالو مرستندويه ټولنو نيوکې کوى چې دوى پرته لدى چې په ښکلو موټرو کې سپاره شى او لوکس ژوند وکړي بل کوم کار نه کوى. دوى وايې چې دوى د کورونو کرايه اوچته کړيده چې اوس د سيمى خلک نشى کولاى په هغه بيه چى بهرنى موسسى کورونه نيسى، هغه کرايه کاندى. خلک انتقاد کوى چې ان جى او ګانى اساسى کارونه نه کوى او يواځى عادى او کوچنى کارونه ترسره کوى. خو ددغو موسسو يو استازى وايې چې د ملګرو ملتو د پروګرام په اساس په اوس کې د دوى اصلى وظيفه داده چې خلکو ته د کار زمينه برابره کړى، او لوى پروژى به په راتلونکى کې ملګرى ملتونه پيل کړي.


اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG