د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۸

خبرونه

دافغانستان ولس مشر نن له پاکستان څخه خپله ليدنه پيل کوي ( افغاني چارواکي وايي : دوي دبهرني خبريالانو شکمن قاتلان نيولي دي ٠ دامريکا دمتحده ايالاتو دفاع وزير دونالد رمسفيلد وايي چه دغه هيواد په عراق کي داوږي مودي لپاره د پوځي حضور په فکر کي نه دۍ ٠ دامريکا دمتحده ايالاتو بهرنيو چارو وزارت وايي : دپيونگ يانگ داتومي شکمنو وسلو په هکله هغه بيلابيلي خبري چه ټاکل شوي وه دچين ، امريکا اودشمالي کوريا دچارواکو ترمينځ ترسره شي سباته دچهارشنبي په ورځ په پيکنگ کي پيل کيږي ٠ سلطان محمد سرور

دامريکا دمتحده ايالاتو دفاع وزير دونالد رمسفيلد وايي چه دغه هيواد په عراق کي داوږي مودي لپاره د پوځي حضور په فکر کي نه دۍ ٠
دونالد رمسفيلد دنيويورک ټايمزورځپاڼي له خوا چاپ شوۍ هغه رپوټ رد کړ چه وايي واشنگتن غواړي په عراق کي له راتلونکي حکومت سره داوږد ي مودي پوځي اړيکي ولري ،چه په هيواد کي امريکايي پوځي اډو ته اجازه ورکړي ٠
دمتحده ايالاتو دفاع وزيرپرون په يو مطبوعاتي کنفرانس کي وويل چي په نړي کي دانظر خپور شوۍ چه مونږ غواړو عراق لاندي کړو . دونالدرمسفيلد وويل چي دغه نظر له سره روغ نه دۍ ٠

دمتحده ايالاتو دفاع وزير وايي : ٠٤٢١٣٠

په عراق کي څلور هوايي اډي دي چي متحده ايالات هيواد ته دبشري مرستو په راوړو کي ورڅخه کار اخلي ، ترڅو په عراق کي دبيارغوني او ثبات رامينځ ته کولو له عملياتو سره مرسته وشي ٠ آيا دوي دغه کار کوي ؟ په ټينگار سره ويلاي شم چه هو ٠
آيا دغه کار په عراق کي داوږدي مودي لپاره دحضور سره کومه اړيکه لري ؟ نه په دي هکله کوم فرصت نشته ٠
دامريکي دمتحده ايالاتو دفاع وزير ويلي دي چي دامريکايي لوړ پوړو چارواکو ترمينځ له دغوڅلورو اډو څخه داوږدي مودي لپاره دکار اخيستو په اړه څيړني نه دي شوي ٠
دغه راز دمتحده ايالاتو دفاع وزير ويلي دي چي له بغداد نه بهر هوايي ډگر څخه او دعراق په شمال کي په کردي سيمه کي دباشور هوايي اډي څخه په اوسني مهال په بشري مرستو او دعراق دپخواني رژيمي پاتي پلويانو په ضد عملياتو کي کار اخيستل کيږي ٠
په اړونده يو بل پرمختگ کي دامريکايي قواوو مرکزي قوماندانۍ وويل چي امريکايي او ايتلافي ځواکونو پرون دعراق دپخوانۍ رژيم يو لوړ پوړي چارواکۍ نيولۍ دۍ ٠
دمحمد الزبيدي په نيولو سره چه دفرات دمنځنۍسيمي قوماندان اودهيواد پخوانۍ صدراعظم وو دعراق دپخوانۍ رژيم دپنځه پنځوسو اوچتو غړو څخه چه دايتلافي ځواکونو له خوايي دنيولو لپاره هلي ځلي کيږي اته کسه دايتلافي ځواکونو لاس ته ورځي ٠

دامريکا دمتحده ايالاتو بهرنيو چارو وزارت وايي : دپيونگ يانگ داتومي شکمنو وسلو په هکله هغه بيلابيلي خبري چه ټاکل شوي وه دچين ، امريکا اودشمالي کوريا دچارواکو ترمينځ ترسره شي سباته دچهارشنبي په ورځ په پيکنگ کي پيل کيږي ٠

دامريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارووزارت وياند ريچارد باوچر پرون وويل چي : دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو مرستيا ل وزير جيمس کيلي به په دغو خبرو کي دامريکايي اړخ مشري وکړي ٠
ټاکل شوي ده چه دغه خبري اتري دراتلونکي جمعي په ورځ پاي ته ورسول شي ٠

واشنگتن هلي ځلي کوي چي دشمالي کوريا له کمونست رژيم څخه ژمنه ترلاسه کړي چي خپل اتومي پروگرامونه به پريږدي ٠

دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت وياند څرگندوي : ٠٤٢١٢٤

دهغه وضعيت له امله چه ددغو وسلو دپروگرامونو له کبله رامينځ ته شوۍ ، شمالي کوريا ګڼي هغه ګټي او دګټو چانسونه له لاسه ورکړي چي کيداي شوله نړي څخه يي ترلاسه کړي ٠ او هغه فرصت له لاسه ورکړي چه مونږ غوښتل له دغه هيواد سره په چلند کي هغه ته مخه کړو ، نو له دي امله زه ديو لوي بدلون توقع نه لرم ، هغه څه چه مونږ غواړو هغه وڅيړو هغه دادي چي څرنگه شمالي کولاي شي دريځ بيرته سم کړي ، او داچه څرنگه دغه هيواد داثابته ولي شي چه خپل اتومي پروگرامونه يي پريښي او هغو ته بيا مخه نه کوي ٠

په دي اړوند يو بل پرمختگ کي شمالي کوريا ويلي دي چي جنوبي کوريا په دي موافقه کړي ده چي راتلونکي اونۍ له شمال سره دوزيرانو په سويه خبرو ته کيني ٠

جنوبي کوريا هلي ځلي کړي دي چي ددواړه هيوادونو ترمينځ خبرو څخه په استفاده شمالي کوريا ته قناعت ورکړي چي له نړي څخه دمرستو ترلاسه کولو ، او ښو اړيکو په وړاندي له خپلو اتومي پروگرامونو څخه لاس واخلي ٠
دشمالي کوريا اتومي شخړه دتير اکتوبر په مياشت کي وروسته له دي رامينځ ته شوه چي امريکايي چارواکو وويل چي شمالي کوريا په دي اقرار کړۍ چي د١٩٩٤کال له تړون څخه په سرغړونه کي اتومي پټ پروگرامونه پرمخ بيايي ٠

افغاني چارواکي وايي : دوي دبهرني خبريالانو شکمن قاتلان نيولي دي ٠
______________________________________________________________________________
دافغانستان امنيتي ځواکونو لږترلږه څلور هغه کسان نيولي دي چه وايي په دوه زره لومړ ي کال په هيواد کي دطالبانو دواک دپرځيدو په مهال دبهرنيو خبريالانو په وژنه کي لاس لري ٠

دافغانستان داستخباراتو داداري يو چارواکي شاه نور خان پرون وويل چي ديکشنبي په ورځ دکابل خيتځ ته دسروبي په ولسوالۍ کي په دي اړه څلور کسه افغانان نيول شوي دي او له هغو څخه دوه کسانو په دي اقرار کړۍ دۍ چي دوي ژورنالستان وژلي دي ٠
دافغانستان ددولتي راډيو پښتو خپروني ويلي دي چي په مجموعي ډول پنځه کسه نيول شوي دي خو دغه خبره دمستقلو سرچينو له خوا نه ده تاييدشوے ٠

په هغه مهال دغو خبريالانو غوښتل له جلال آباد نه کابل ته ولاړ شي خو په لاره کي ددوي موټر ديوي وسله والي ډلي له خوا درول شوي ، او دوي وژل شوي وو ٠

په دي پيښه کي يوه اسپانوۍ ښځه خبرياله ، داستراليا يو کامره مين او يو افغان عکاس وژلي شوي وو ٠

دآسيا په ځينو هيوادونو کي دسارس دوژونکي ناروغۍ چه دوالگي ورته نښي لري _ نوي ناروغان پيژندل شوي دي ٠

په چين کي چي ښکاري دغه ناروغۍ له دغه هيواد څخه پيل شوے ، دروغتيا چارواکو وويل چي دناروغۍ سل نور بيماران پيژندل شوي او يو بل ناروغ مړ شوۍ دۍ ٠
بر سيره پردي پرون هم په چين کي ددغي بيماري د٣٤٨ حالاتو اعلان شوۍ وو چه پخوانيو احصاييو څخه اوچت رقم بريښي ٠
دچين ډله ايز اطلاعات خبر ورکوي چي دپيکنگ ښاروال ددغي ناروغۍ په وړاندي دکمزوري غبرگون په وړاندي له وظيفي ليري شوۍ دۍ ٠
دنړي په ګڼو هيوادونو کي په دغي ناروغۍ ددغۍ ناروغۍ دري زره اته سوه حالات پيژندل شوي او دپيژندل شويو ناروغانو څخه دوه کسان اوسه مړه شوي د ي ٠

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د فرانسې د سینما افسانوي لوبغاړې د ۹۱ کلونو په عمر مړه شوه

برژیت باردو
برژیت باردو

د فرانسې وتلې فلمي لوبغاړې بریژیت باردو د ۹۱ کلونو په عمر مړه شوه.

د بریژیت باردو بنسټ نن یکشنبه د هغې مړینه اعلان کړې، خو د هغې د مرګ د کره وخت او ځای په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

باردو په ۱۹۵۶ میلادي کال کې د " او خدای ښځه پيدا کړه" په نوم فلم کې نړیوال شهرت ته ورسېده.

هغه ۱۹۷۰ کال کې چې د شهرت اوج یې و له سینما سره مخه ښه وکړه او د حیواناتو د حقونو د ملاتړ چارو ته یې مخه کړه.

خلیلزاد بیا په ناڅاپي سفر کابل ته تللی، نن یې له طالب چارواکو سره کتلي

د خلیلزاد او متقي نننی ملاقات، عکس د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له پانې
د خلیلزاد او متقي نننی ملاقات، عکس د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له پانې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد په ناڅاپي سفر کابل ته تللی دی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه ( د جدي ۷مه) ویلي چې خلیلزاد د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره " د افغانستان او متحده ایالتونو د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو" خبرې کړي دي.

خلیزاد په دې وروستیو کې څو ځله کابل ته سفر کړی چې د سفر اصلي اجنډا یې په افغانستان کې د بندي امریکایانو ازادول یا تبادله وه.

دې ترڅ کې امیر امیري تر ټولو وروستی امریکایي تبع و چې په سپتمبر میاشت کې د طالبانو له خوا خوشې شو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله له طالبانو غوښتي چې امریکایي اتباع ازاد کړي.

معلومه نه ده چې دا مهال څه شمېر امریکایان په افغانستان کې بندیان دي.

دې ترڅ کې د افغانستان د ملکي هوایي چلند د پخواني مرستیال محمود شا حبیبي برخه لیک، چې ادعا کیږي طالبانو زنداني کړی، لا هم نا معلوم دی.

دا افغان امریکایي تبع د ۲۰۲۲ کال په اوړي کې په کابل کې د القاعده شبکې د دویم نمبر مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته ونیول شو.

کورنۍ او امریکایي چارواکي ادعا کوي چې نوموړی د طالبانو استخباراتو نیولی دی، خو طالبانو بیا په وار وار ویلي چې د هغه د برخه لیک په اړه معلومات نه لري.

د مسکو د دوو هوایي ډګرونو فعالیتونه څو ساعته وځنډېدل،درې سوه الوتنې لغو یا وځنډېدې

د مسکو شېرمتیو هوایي ډګر
د مسکو شېرمتیو هوایي ډګر

د مسکو د څلورو هوایي ډګرونو له ډلې د دوو هغو فعالیتونه تېره شپه د څو ساعتونو لپاره ځنډول شوي وو.

د جرمني خبري اژانس ( ډي.پي.اې) لیکلي چې د شیرمېتیفو او ونوکوو هوایي ډګرونو څه باندې درې سوه پروازونه د اوکراین د ډرون د برید له ویرې لغوه یا وځنډېدل.

لږ تر لږه ۷۰ نورې الوتکې څنګ لورو هوایي ډګرونو کې کیناستې.

د روسیې دفاع وزارت بې له دې چې د احتمالي زیانونو یادونه وکړي ویلي چې د اوکراین ۲۳۷ ډرون یا الوتونکې وسلې یې نسکورې کړي دي.

زرګونه مسافر د مسکو په دغو هوایي ډګرونو کې داسې مهال سرګردانه شوي چې روسیه کې د دسمبر له ۳۱مې د جنورۍ تر ۱۱مې عمومي کلنۍ رخصتي ده.

له پولیو پاک افغانستان: د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ ټول تګ راتګ کوونکي باید واکسین شي

عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

له پولیو پاک افغانستان بنسټ یوځل بیا ټینګار کړی د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ تګ راتګ کوونکي ټول مسافر باید واکسین شي.

دغه بنسټ نن یکشنبه ( د جدي ۷مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، د هر عمر ټولو کسانو واکسین د هېوادونو ترمنځ د ویروس د لېږد رالېږد مخنیوی کولای شي.

که څه هم ایران نژدې دوه لسیزې وړاندې له پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ له ویروس څخه پاک اعلان شوی، خو پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازني دوه هغه هېوادونه دي چې دا ویروس په کې پاته دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د تیرې نومبر میاشتې راپور ښيي چې د ۲۰۲۵ کال له پيله په افغانستان کې د پولیو ۲ او پاکستان کې ۱۳ مثبتې پیښې ثبت شوې دي.

تهران به د اکرام الدین سریع د مرموزې وژنې د څیړنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي

اکرام الدین سریع، عکس له ارشیفه
اکرام الدین سریع، عکس له ارشیفه

د تهران والي حسین خوش اقبال وایي، د افغانستان د یوه پخواني پوځي د قتل په تړاو به د شویو څېړنو لومړنۍ پایلې نن یکشنبه اعلان کړي.

جنرال اکرام الدین سریع چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د تخار، بغلان او نورستان امنیه قومندان و، د چهارشنبې په ورځ په تهران کې د ناپيژنده وسله والو له خوا ووژل شو.

د تهران والي د شنبې په ورځ وویل چې د پیښې په اړه د دوی پلټنې پېل شوي.

دا د سریع د وژنې په اړه د ایران د یوه چارواکي لومړنی رسمي غبرګون و.

جنرال سریع پرون په تهران کې خاورو ته وسپارل شو.

تراوسه د هغه د وژنې انګېزه معلومه نه ده او مسولیت یې هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جنرال سریع ۵۲ کاله عمر درلود، د کاپیسا اوسیدونکی او د څلورو ماشومانو پلار و.

هغه ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته ایران ته تللی و.

تایلند او کمبوډیا اوربند وکړ

د تایلند او کمبوډیا دفاع وزیران د اوربند موافقې دلاسلیک په مراسمو کې
د تایلند او کمبوډیا دفاع وزیران د اوربند موافقې دلاسلیک په مراسمو کې

تایلند او کمبوډیا له څو اونیو مرګونو سرحدي نښتو وروسته پرون اعلان وکړ چې په فوري اوربند یې موافقه کړې.

ګډه اعلامیه کې چې ددواړو هیوادونو د دفاع وزیرانو له لاس لیک وروسته په یوه سرحدي بندر کې د تایلند په خاوره کې خپره شوه راغلي چې اوربند کې په پوځي او ملکي تاسیساتو او پوځي اهدافو باندې د هرډول وسلو د کارولو بندیز شامل دی.

دواړو خواوو دغه راز ومنله چې د ځواکونو له تحرکاتو لاس اخلي او د سرحدي سیمو اوسیدونکو ته زمینه برابروي چې په تدریجی ډول خپلو کورونو ته ستانه شي.

ددغو سرحدي نښتو په نتیجه کې چې درې اونۍ یې دوام وکړ او په کې له توپونو ، ټانکونو ، ډرون او جنګي الوتکو کار واخیستل شو لږ ترلږه ۴۷ کسه ووژل شول او څه دپاسه یو ملیون کسانو خپل کورونه پریښودل.

دغه نښتې ددواړو هیوادونو ترمینځ تقریبا ټولو سرحدي سیمو ته وغځیدې او په کې پخوانی اوربند چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ په ملاتړ رامینځ ته شوی وو مات شو.

ددغو نښتو اصلي سبب د ۸۰۰ کیلومترو په اوږدوالي لانجمنه پوله او د څو لرغونو معبدونو د مالکیت په سر پخوانی اختلاف دی.

ددواړو هیوادونو ترمینځ دغه پوله په ۱۹۰۷ کال کې دفرانسوي استعمار په دوران کې په مبهمه توګه ټاکل شوې ده. اوس سره لدې چې په اوربند موافقه شوې خو ددواړو هیوادونو ترمینځ سرحدې لانجه په خپل ځای پاته ده.

زیلنسکي نن ټرمپ سره د سولې په اړه مهمه غونډه کوي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي نن د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په داسې یوې غونډه کې خبرې کوي چې کېدای شي ددغه هیواد په معاصر تاریخ کې تر ټولو مهمه غونډه وي.

بلخوا ، روسیې په کیف او نورو اوکرایني ښارونو باندې خپلو مرګونو هوایي بریدونو ته دوام ورکړی دی.

سپینې ماڼۍ د نننیو خبرو په هکله څه نه دي ویلي خو په خپل ورځني مهالویش کې یې ټاکلي چې په اوکراین کې د سولې لپاره دغه غونډه به د فلوریدا په پالم بیچ کې له غرمې وروسته په یوه بجه وشي. مخکې ویل شوي وو چې غونډه به له غرمې وروسته په دریو بجو وشي خو په وخت کې ددغه بدلون په هکله توضیحات نه دي ورکړل شوي.

ولسمشر زیلنسکي وروسته لدې چې په کاناډا کې یې صدراعظم مارک کارني سره ولیدل امریکا ته رسیږي.

د کاناډا صدراعظم د زیلنسکي او ټرمپ له دغې مهمې غونډې مخکې اوکراین سره د خپل هیواد په ملاتړ ټینګار وکړ او وویل چې "د روسیې وحشت ښيي چې د اوکراین ترڅنګ د مونږ دریدل څومره مم دي."

ولسمشر زیلنسکي اروپايی مشرانو سره هم انلاین خبرې وکړې. د اروپايي کومیسیون مشرې اورسولا واندرلین له غونډې وروسته په اوکراین کې د داسې عادلانه او تلپاتې سولې غوښتنه وکړه چې ددغه هیواد حاکمیت اوځمکني تمامیت په کې وساتل شي.

تردې مخکې ، زیلنسکي ویلي وو دسولې وړاندېز شوی شل ماده ایز پلان نوي سلنه اماده شوی او ټرمپ سره یې د غونډې هدف د پلان دنهايي کولو په سر خبرې دي.

زیلنسکي ویلي که چیرې روسیه لږترلږه ۶۰ ورځنی اوربند ومني نو دی د سولې پلان چې احتمالا ټرمپ سره د غونډې په ترځ کې به ورباندې موافقه وشي ملي ریفرانډم ته وړاندې کوي.

اوکراین لپاره امنیتي ضمانتونه ، له جنګ وروسته ددغه هیواد رغول، د دونباس د سیمې او د زاپوریژیا د اټومي بټۍ په شمول د ځینو ځمکو برخلیک د خبرو مهم اختلافي مسایل ګڼل کیږي.

امیرخان متقي :د افغانستان او تاجیکستان د پولو په اوږدو کې د وروستیو پیښو په اړه جدي تحقیقات پیل شوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي د افغانستان او تاجیکستان د پولو په اوږدو کې په تاجیکستان کې د وروستیو پیښو په اړه جدي تحقیقات پیل شوي او په دې هکله یې د ګاونډي هیواد بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړي دي.

امیرخان متقي دشنبې په ورځ په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۶ کالیزې په مناسبت په کابل کې غونډې ته وویل چې ددغه ډول پیښو د مخنیوي لپاره له ګاونډي هیواد سره ګډ کار روان دی.

هغه پرته له نور تفصیل وویل چې اندیښنه داده چې په وینا یې "مغرضي کړی" غواړي ددواړو هیوادونو ترمینځ اړیکي خرابې کړي او داسې یوه فضا را مینځ ته کړې چې وضعیت نا آرامه وښيي.

د دیسمبر په ۲۴ مه د افغانستان او تاجیکستان د پولو په اوږدو کې د تاجیکستان په خاوره کې د وسله والو بریدګرو او تاجیکي ځواکونو ترمینځ نښته کې لږ ترلږه دوه تاجیکي افسران او درې واړه برید ګر ووژل شول.

لدې مخکې د تیرې نومبر میاشتې په ۲۶ مه او ۳۰ مه د تاجیکستان په شمس الدین شاهین او درواز ولسوالیو کې دبریدونو په نتیجه کې ۵ چینايي کاریګر ووژل شول.

دوشنبې وویل چې دغه بریدونه دافغانستان له خاورې شوي دي.

د يونان پولیس : لسګونه کډوال ژغورل شوي

کریت ټاپو ته نږدې یوې باروړونکې بیړۍ کې د کډوالو د ژغورنې عملیات ، ارشیف
کریت ټاپو ته نږدې یوې باروړونکې بیړۍ کې د کډوالو د ژغورنې عملیات ، ارشیف

د یونان ساحلي ګارد نن ۱۳۱ کډوال د کریت ټاپو ته نږدې وژغورل.

پولیسو وویل چې په دغو عملیاتو سره د هغو افرادو شمیر چې په تیرو ۵ ورځو کې د مدیترانې سمندر په دې سیمه کې ژغورل شوي ۸۴۰ تنو ته ورسید.

دغه کډوال چې د شنبې په سهار وژغورل شول د کب نیوونکو په یوې بیړۍ کې د کریت جنوب ته رسیدلې وو.

تراوسه څرګنده نه ده چې دغه کسان د کومو هیوادونو دي.

په وروستیو کې ګڼ هغه کسان چې هڅه کوي په دې خطرناکې لارې له لیبیا څخه ځانونه کریت ټاپو ته ورسوي غرق شوي دي.

د روانې دیسمبر میاشتې پیل کې د کریت سواحلو ته نږدې یوه بیړۍ ډوب شوه چې وروسته د اولسو کسانو چې اکثر مصریان او سودانیان وو مړي وموندل شول. ۱۵ کسه نور په دې پیښه کې ورک او یواځې دوه کسه ژوندي وژغورل شول.

روسیې په کیف د توغندیو برید کړی ; زیلنسکي، ټرمپ سره خبرو لپاره امادګي نیسي

د کیف په دینیپرو فسکي سیمه کې د روسیې د دیسمبر د ۲۷ مې د بریدو اثار
د کیف په دینیپرو فسکي سیمه کې د روسیې د دیسمبر د ۲۷ مې د بریدو اثار

د اوکراین د پلازمینې تقریبا دریمه برخه اوسیدونکي د ژمي په دې یخنۍ کې د تودوخې سیستم څخه وروسته لدې محروم شول چې د روسیې ډرونونو او توغندیو د تودوخې عامه تاسیسات په نښه کړل.

دتیرې شپې په دغه برید کې د چارواکو په وینا یو کس مړ او د ۲ کو چنیانو په شمول یوولس تنه نور ټپیان شول.

د کیف په عامه تاسیساتو او د ولسي هستوګنې په سیمو دغه څو ساعته برید په داسې حال کې ترسره شو چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکی د سولې په هکله د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرو لپاره امادګي نیسي چې ټاکل شوې سبا د دیسبمر په ۲۸ مه وشي .

زیلینسکي د دسمبر په ۲۶مه په ټیلیګرام کې په یوه پوسټ کې وویل: "د نوي کال څخه مخکې ډېرې پریکړې کیدی شي."

سپینې ماڼۍ، چې د غونډې په اړه یې رسمي اعلان نه دی کړی، په فلوریډا کې یې د یکشنبې په ورځ د زیلینسکي او ټرمپ د غونډې مهالویش خپور کړ.

زیلنسکي خبریالانو ته ویلي چې خبرې به په دوو مهمو مسئلو متمرکزې وي د دونباس سیمې او د زاپوریژیا د اټومي بټۍ راتلونکی برخلیک.

وروسته لدې چې سپینې ماڼۍ تیره میاشت د سولې لپاره یو پلان څرګند کړ چې ترډیره د مسکو په ګټه لیدل کیږي ، د سولې تړون لور ته خبرو زور اخیستی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG