د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۷

د خلکو ترمنځ اوس یواځې د اوسامه د مرګ بحث کیږي


د اسامه بن لادن په نامه د القاعده شبکې د مشر د وژل کېدو خبر، چې په تېرو پنځلسو کلونو کې يي په افغانستان او پاکستان کې ستونزې جوړې کړې وې، اوس مهال د افغانستان په ډېرو لویو ښارونو کورنیو ، دفترونو او په بازارونو کې د خلکو ترمنځ مهم بحثونه جوړ کړي دي.

د ورکړل شوېو رپوټونو له مخې اسامه بن لادن اسلام اباد ته نږدې ایبټ اباد سیمه کې وژل شوی، خو د دغه خبر په خپرېدو په ډېر اسانی د جګړه ځپلو افغانانو په څېرو کې ، چې د بن لادن او ملګرو له خوا يي رامنځته شوې ستونزې ګاللي، خوښي لیدل کیږي.

یو شمېر افغانانو د القاعده شبکې د مشرد وژل کېدو په اړه خپل نظرونه داسې څرګند کړل:

(د اسامه وژنه موږ ته یوه معما ښکاري ښايي په ټوله نړۍ کې ارامي راشي.)

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پرمهال د بن لادن حضور او د ده کارونه د ډېرو افغانانو لپاره تقریبآ پټ وو، هر عادي افغان یعني د طالبانو د رژیم له ړنګېدو مخکې داسې باور درلود ، چې هر څه روان دي ، نو طالبان يي طرح کوي.

خو وروسته افغان کتونکو داسې مقالې ولیکلې، چې پکې ښکاره شول ، چې اسامه بن لادن نه یوازې د افغانستان په پېښو کې لاس درلود، بلکې د امریکا په لوړ پوړو ودانیو د برید په طرح هم ده جوړه کړې وه.

یو شمېر افغانان دې ته په اشارې، چې بن لادن په افغانستان او پاکستان کې ژورې رېښې لري ، وايي، د دغه بډای او لانجمن عرب په وژل کېدو، د افغانستان په سوله او ثبات کې کومه اغېزه نه شي رامنځته کېدای:

(دا ټوله د امریکا پالیسي ده هغه به مړ نه وي چیرته بل سړی به مړ وي نوم به د اوسامه ورکوي.)

په هر حال دغه خبره یقیني شوې، چې د القاعده شبکې تر ټولو مهم مشر وژل شوی او پلویان او ملاتړي يي هم د کارپوهانو او ان د دولتي چارواکو په وینا له ستونزو سره مخامخ ده او په دې سوچ کوي چې څه باید وکړي.

له دې سره سره لا هم له هر افغان او پاکستانی سره دا پوښتنه شته، چې دغه نوی بدلون به په سیمه کې پرتې ستونزې او شخړې کمي کړي او ایا په دې شبکې غولیدلي افغانان به بېرته خپل عادي ژوند ته را وګرځي، دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې راتلونکې به يي ځواب ووايي.

خبریاله ماریا صدیقي
XS
SM
MD
LG