د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۵

ایا افغان پوځ به کله هم په خپلو پښو ودرېږي؟


نړېوالو چاپي خپرونو د افغانستان په اړه ګڼ مطالب او تحلیلونه خپاره کړي چې لنډیز يي احمدتکل برابر کړی دی.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغان ځواکونو د محاربوي وړتیا په اړه یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی، ایا د افغانستان پوځ به کله هم په خپلو پښو ودرېږي؟

ورځپاڼه لیکي، له هغه وخته چې د امریکا په مشرۍ نړېوال ائتلاف د افغانستان په جګړه کې ښکېل شوی لس کاله اوښتي دي.

ایساف د افغان ځواکونو د روزنې لپاره په دې تمه ډېر لګښتونه وکړل، چې کله چې دوي له افغانستانه وځي، نو ملي اردو به دا وړتیا ولري چې د هېواد امنیت ټینګ کړي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، ايساف له نژدې یوې لسیزې راهیسې د افغان ځواکونو روزنه پیل کړې خو طالبان هم فعال شوي دي.

په هرات او مزارشریف کې نسبي ارامي ده، خو له پاکستان سره د پولې په اوږدو کې د افغانستان د جنوب پښتون مېشتي ولایاتونه لاهم ناارامه دي.

ورځپاڼه زیاتوي، دې ته له پام پرته چې ایساف او افغان ځواکونه خپلې دندې څومره ښې سرته رسوي، د سیالو قبایلو ترمنځ وژنې او تاوتریخوالی د افغانستان په ډېرو سیمو کې لاهم د خلکو د ژوند یوه مهمه برخه ده او دا تصور ډېر ګران دی چې افغانستان به څه وخت په بشپړ ډول ارام شي.

واشنګټن پوسټ په وروستۍ برخه کې لیکي، زړې دښمنۍ او اتحادونه د قبیلوي جوړښت محور دی او قومي مشران تل د قدرت د مرکز د ساتلو لپاره د جګړې هڅه کوي نو ځکه د ورځپاڼې په وینا په دې اړه چې د تاوتریخوالي کچه تر کومې اندازې د زغم وړ ده او د دوام لپاره یې باید څوک مسوول وپېژندل شي، د ایساف پرېکړې ته اړتیا لیدل کېږي.

واشنګټن ټایمز:

بلې امریکايۍ ورځپاڼې واشنګټن ټایمز په خپله پرونۍ ګڼه کې په افغانستان کې د جګړې د پرمختګ په اړه یو مطلب خپور کړی او په سر کې یې لیکلي دي، د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د دفاع وزارت له خوا کانګرس ته په وړاندې شوي شپږمیاشتني راپور کې راغلي چې د ولسمشر بارک اوباما له خوا افغانستان ته د اضافي سرتېرو استول چې په ۲۰۰۹ کال کې پیل شوي و، د هېواد په جنوب کې محسوس نتایج ورکړي خو د ورځپاڼې په وینا د راپور خوشبینانه لهجه، له هغو راپورونو سره بشپړ توپیر لري، چې په روانه اونۍ کې د کندهار له زندانه د څه باندې څلورنیم سوه زندانیانو د تېښتې او د یوه افغان پیلوټ له خوا د اتو امریکایانو د وژنې په اړه خپاره شول.

واشنګټن ټایمز وړاندې لیکي، له وروستیو پېښو سره سره کانګرس ته وړاندې شوی وروستی راپور ډېر خوشبینانه دی، په دې معنا چې په راپور کې ویل شوي، د هغو مهمو سیمو چې مخکې د طالبانو تر ولکې لاندې وې.

د جګړې په ډګر کې وضعیت بدل شوی او د دې علت په یادو شوېو سیمو کې د سیمه ایزو پولیسو ځای پرځای کول ښودل شوي یعنې تر دې مخکې د ۲۰۱۰ کال په سپټمبر میاشت کې سیمه ایز پولیس په اتو سیمو کې ځای پرځای و په داسې حال کې چې دا سیمې اوس څلوردېرشو ته رسېدلي دي.

واشنګټن ټایمز په پای کې د راپور په حواله لیکي چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي پرمختګ نامتعادل دی.

راپور زیاتوي چې فساد او د ولایاتو په کچه د ظرفیتونو ټیټوالي، خلکو ته د اړتیاوړ موادو او بشري خدماتو د رسولو چارې له ستونزو سره مخامخ کړي.
XS
SM
MD
LG