د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۶

پېټریوس د CIA د مشر په توګه ونومول شو


جنرال دیویدپېټرایوس
جنرال دیویدپېټرایوس
ولسمشر بارک اوباما د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA مشر لیون پنېتا پرون د امریکا د دفاع د وزیر او په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال دیویدپېټرایوس د CIA د مشر په توګه ونومول.

ښاغلي اوباما همدا راز د متحدو ایالتونو د سمندري ځواک جنرال جان الن د جنرال پیتراییس پر ځای په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو د عمومي قومندان په توګه غوره کړی دی.

ښاغلي اوباما وویل، چې متقاعد ډيپلوماټ رېان کراکر به په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه ونوموي، اوباما وویل:

(ما د دغه ستیژ پرسر له ډیرو دغو افرادو سره له نژدې کار کړی او پرټولو زما بشپړ باور دی.

دوي د ډیرې تجربې او استعداد خاوندان دي، دوي هغه مشران دي چې خپل ژوند یې زموږ د هېواد د قوي او امن ساتلو لپاره وقف کړی دی.

زه شخصا د دوي د هر یوه ډیر ډیر منندوی یم چې په دغو نوېو دندو تقرر یې ومانه.)

د دغو څلورو واړو چارواکو تقرر باید د امریکا د سنا له خوا تایید شي.
XS
SM
MD
LG