د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۶

له کندهاره د زندانیانو ډله ایزه تیښته د چارواکو پر بې پروايي دلالت کوي


په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د روانو هڅو ترڅنګ د کندهار له زندان څخه د بندیانو ډله ایزه تیښته نن بیا هم د کابل چاپ ورځپاڼو د بحث اساسي موضوع جوړوي، چې حمید مومند په لاندې یوه مطلب کې رانغاړلي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د کندهار له زندان څخه د بندیانو د تیښتې په اړه د عدلیي وزیر ځینو هغو ټکو ته کتنه کړې، چې ولسمشر ته یي په یو لیک کې استولي.

ورځپاڼه د ښاغلي غالب څرګندونو ته په اشارې لیکي، چې د زندان د ساتونکو له همکارۍ پرته له زندان څخه تیښته امکان نه لري.

ورځپاڼه لیکي، چې د له زندان څخه د ایستل شوي تونل شاوخوا سیمه د بهرنیو ځواکونو له خوا کنټرولیږي او د دوي استخبارات په کې فعاله دي، خو د تونل په لسګونه موټره خاوره له کومې لارې وویستلې شوه.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د عدلیی د وزیر له خوا پورته شوي پوښتنې مهمې بللې او لیکلي، چې سیمې ته استول شوې پلاوی یي باید په اړه روښانه ځوابونه بیامومي.

ورځپاڼه لیکي، چې د دې اوږد تونل او په دومره شمېر کې د بندیانو د تیښتې د پلان په اړه د افغان او بهرنیو ځواکونو بې خبري له دې تونل څخه د یو بلاک د بندیانو تیښته هغه پوښتنې دي، چې باید ځواب یي وویلې شي.

ورځپاڼې د عدلیی وزیر له خوا مطرح شوېو دغو ټکو ته په اشارې لیکلي، چې دا هر څه په زندان کې دننه او بهر له دې پلان سره د همکارۍ څرګندوي کوي.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا د کندهار د زندان پېښه د چارواکو د بې پروايي نتیجه بللې او لیکلي، چې په افغانستان کې او په تیره بیا په کندهار کې حساسو شرایطو ته په پام سره د زندان حالت ته چندانې پام نه دې شوې.

ورځپاڼې په دې ترڅ کې د عدلیی وزارت د یو چارواکي څرګندونې هم راخیستي او لیکلي، چې دوي هم مني، چې د کندهار د زندان موقعیت مناسب نه وو.

په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د روانو هڅو کورني او سیمه ایز اړخونه د کابل چاپ ورځپاڼو د بحث بله مهمه مسئله ده.

خدمتګار:

خدمتګار په یو مطلب کې د ترکیي او د سولې د عالي شورا ترمنځ څو پرله پسې اړیکو ته اشاره کړې او لیکلي، چې د دې اړیکو هدف په ترکیه کې د طالبانو سربیره ځینو نورو ډلو ته هم د سیاسي دفترونو پرانیستل وو.

ورځپاڼې وړاندې د ترکیی د بهرنیو چارو وزیر په حواله لیکلي، چې افغان ولسمشر حامد کرزې هم د دې نظر ملاتړ کوي.

ویسا:

ویسا بیا د ځینو افغان کتونکو په حواله دا سپارښتنه کړې، چې باید له طالبانو سره د سولې او پخلاینې هڅې ګړندۍ شي، ځکه د ورځپاڼې په وینا همدا اوس ځینې کړۍ، چې خپلې ګټې په جګړه کې وینې غواړي دا بهیر زیانمن کړي.

ورځپاڼې په ورته وخت کې نړېواله ټولنه هم په افغانستان کې د سولې د روان بهیر په اړه په دوه مخې سیاست تورنه کړې او ترې غوښتې دي، چې باید دا لوبه پای ته ورسوي.
XS
SM
MD
LG