د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

امریکايي چارواکو تأیید کړه چې غزني کې یې الوتکه لوېدلې


د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې د لوېدلې امریکايي الوتکې ماتې ګوډې
د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې د لوېدلې امریکايي الوتکې ماتې ګوډې

د امریکا د هوايي ځواک قوماندان جنرال ډېوېډ ګولډفین د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، د دې 'E-11A' الوتکې د عملې د وضیعت په اړه معلومات نه‌لري. نوموړي د پېښې په اړه ډېر جزئیات هم نه‌دي ورکړي.

امریکايي چارواکو تأیید کړې چې د امریکا د پوځ یوه وړه الوتکه د دوشنبې په ورځ غزني ولایت کې لوېدلې ده.

د روېټرز خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي له قوله چې نوم‌یې نه‌دی یاد کړی ویلي، ګومان کېږي چې په دې الوتکه کې به ۱۰ تنه سپاره وو.

د امریکا د هوايي ځواک قوماندان جنرال ډېوېډ ګولډفین د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، د دې 'E-11A' الوتکې د عملې د وضیعت په اړه معلومات نه‌لري. نوموړي د پېښې په اړه ډېر جزئیات هم نه‌دي ورکړي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ مأموریت هم ازادي راډیو ته په یو اېمېل کې په غزني کې د دې امریکايي الوتکې سقوط تأیید کړی، خو د پېښې د څرنګوالي او مرګ ژوبلې په اړه‌یې جزئیات نه‌دي ورکړي.

غزني کې د وسله‌والو طالبانو یوه ډله
غزني کې د وسله‌والو طالبانو یوه ډله

بل‌خوا د جرمني خبري اژانس د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر له خولې ویلي له وضعیت خبر دی، خو دا مهال د ویلو لپاره نور څه نه‌لري.

طالبانو ادعا کړې چې دا الوتکه دوی نسکوره کړې. طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو سره یوه شریکه کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته‌یې د غزني د ده‌یک ولسوالۍ په سدوخېلو سیمه کې د امریکا هغه الوتکه نسکوره کړې چې د ده په وینا په سیمه کې په استخباراتي مأموریت بوخته وه.

نوموړي همدارنګه ادعا کړې چې په دې پېښه کې د امریکا د استخباراتو لوړپوړي چارواکي وژل شوي، خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېټ تېره شپه پر خپل ټویټر د طالبانو ادعا رد کړه او ویې‌ویل په داسې حال کې چې د الوتکې د نسکورېدو د سبب په اړه څېړنې پیل شوي، خو تر اوسه داسې هېڅ شواهد نه‌شته چې ګوندې دا الوتکه د "دښمن په ډزو" نسکوره شوې وي.

د روېټرز خبري اژانس د امریکا د یو لوړپوړي دفاعي چارواکي له خولې چې د نوم یادونه‌یې نه‌ده شوې په الوتکه کې د لوړ رتبه امریکايي افسرانو موجودیت رد کړی دی.

طالبان او د الوتکو د نسکورولو وړتیا

طالبان څومره د پوځي الوتکو د نسکورولو وړتیا لري؟ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو یو پخواني سلاکار امین‌الله حبیبي د دې پوښتنې په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل: "هغه پوځي الوتکې چې له بېلابېلو سیمو تېرېږي او هوايي ډګر ته نږدې نه‌وي، په لوړه ارتفاع کې الوتنې کوي چې ښايي وسله‌وال‌یې د نسکورولو وړتیا ونه‌لري. ښايي د دې کار لپاره ټکنالوژي او پرمختللې وسلې ونه‌لري."

په سیمه کې دوه جسدونه

د دوشنبې د ورځې ناوخته په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وتوانېده د طالبانو تر ولکې لاندې هغې سیمې ته ورشي چې دا الوتکه په‌کې غورځېدلې ده. نوموړی وايي، سیمه کې یې د الوتکې سوځېدلې ټوټې او لږ تر لږه دوه جسدونه لیدلي.

په سیمه کې ځینو کسانو چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې یاد شي ازادي راډیو خبریال ته ویلي، ګومان کېږي چې څلور تنه په الوتکه کې له نسکورېدو وروسته ژوندي وتلي، خو برخلیک یې نه‌دی څرګند.

طالبان د غزني ولایت پر پراخه سیمه واک لري.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټویټر تر غزني وروسته د پکتیکا مرکز ښرنې ته نږدې هم د ده په وینا د "مزدورو عسکرو" د یوې پوځي هیلوکوپټرې د نسکورېدو ادعا کړې چې په وینا یې په بشپړه توګه ویجاړه شوې او په‌کې سپاره وژل شوي.

خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېټ په پکتیکا کې د طالبانو له‌خوا د هلیکوپټرې د نسکورېدو ادعا رد کړې. د پکتیکا سیمه‌ییزو چارواکو تېره شپه د پېښې په اړه ناخبري وښوده.

د طالبانو ادعا او د سولې پر خبرو یې اغیز

طالبان په غزني کې د یوې امریکايي الوتکې د نسکورولو ادعا په داسې حال کې کوي چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي له اوږدې مودې راهیسې له امریکايي لوري سره د سولې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره په بحثونو او خبرو اترو بوخت دي.

یوه نیمه اوونۍ مخکې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي وو دوی د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره د سولې د هوکړه‌لیک د لاسلیک او مراسمو په اړه غږېدلي دي.

په عین حال کې د طالبانو په حواله راپورونه خپاره شوي وو چې ګوندې دې ډلې له امریکايي مرکچیانو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمولو هم موافقه کړې ده.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخواني سلاکار امین‌الله حبیبي ازادي راډیو ته وویل، که چېرې ثابته شي چې په غزني کې غورځېدلې امریکايي الوتکه رښتیا هم طالبانو نسکوره کړې، نو په قطر کې د سولې پر روانو خبرو اترو اغېز کولای شي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG