ازادي راډيو د هغو کسانو په اړه تحقیقاتي راپور چمتو کړی دی، چې د افغان امنیتي ځواکونو وسلې پاکستان او نور ګاونډیو هېوادونو ته قاچاقوي.
د راپورموندنې ښیې، چې دغه کسان په ولایتونو کې په سترو امنیتي پوسټونو کې کار کوي چې په کې امنیه قومندانان او امنیتي ځواکونه شامل دي.
د افغانستان د دفاع وزارت تر یو بریده دا خبره مني خو د کورنیو چارو وزارت وایې، خاینان په نظام کې ځای نه لري.
د هرې ورځې په تیریدو سره د افغانستان په ځينو سیمو کې جګړه تیزیږي او اړینه ده چې افغان ځواکونه کافي او مجهزې وسلې ولري.که له یوې خوا افغان حکومت د دغو وسلو د ترلاسه کولو لپاره له سیمې نه نیولې تر لویدیځو هېوادونو پورې هڅې تیزي کړي، خو بل لورته په افغانستان کې د وسلو خرڅلاو او قاچاق د ځینو امنیتي مسولینو په منځ کې په یو تود بازار بدل شوی دی.
ننګرهار چې له پاکستان سره پر پوله پروت ولایت دی. دغلته د وسلو قاچاق تر ډيره احساسیږي.
په ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو ځيني مسوولانو ازادي راډیو ته وویل، چې د امنیتي ځواکونو زرهي وسایل د دغه ولایت د ځينو امنیتي چارواکو له خوا د جګړې له ډګره را ټولیږي، یا پاکستان ته قاچاق کېږي او یا هم په مستقیمه توګه د طالبانو لاس ته لویږي.
د دغه ولایت د پچیراګام په ولسوالۍ کې د ملي پولیسو یوه مسوول د نوم نه ښودلو په شرط له ازادي راډيو سره خبرو کې د دولت له وسله والو مخالفانو سره د دغه ولایت د امنیتي مسوولانو د لاس لرلو خبره کوي:
((ځینې دغه سرتیري او قومندانان مرمۍ را ټولوي او په پچیراګام کې یې د باقي په نوم پر یوه دوکاندار خرڅوي. دغه مرمرۍ پاکستان ته قاچاق کېږي او بیرته د طالبانو لاس ته رسیږي. موږ د جګړې په ډګر کې وږې جنګ کوو. یوه شپه او ورځ موږ وږي و.
هیڅ څوک نه پوښتي چې تاسو څه کوئ. زموږ وسلې خرڅيږي. په وار وار مو د کورنیو چارو وزارت ته زنګونه وهلي څو امنیتي مرستیال پرې خبر کړو. خو تراوسه چا زموږ پوښتنه نه ده کړې چې دلته څه تیریږي. لږ تر لږه یو پلاوی هم نه را استوي څو دا خاینان و پيژني.))
دغه امنیتي مسوول وایې، د پچیراګام ولسوالۍ مخکېنی جنایې امرسبحان شاه چې اوس د لعل پورې ولسوالۍ امنیه قومندان دی، د دولت له وسله والو مخالفانو سره لاس لري او د امنیتي ځواکونو وسلې مخالفانو ته ورکوي.
دی همدا راز وایې، چې د بټي کوټ ولسوالۍ امنیه قومدان احمد شاه همت هم له وسله والو مخالفانو سره اړیکې لري.
د ملي اردو تجهیزات د باقي په نوم پر یوه دوکاندار چې په خپله د طالبانو همکار دی خرڅوي او دغه تجهیزات او وسلې د طالبانو لاس ته رسیږي.
د ملي اردو دغه مسوول همدا راز د پچیراګام د امنیه قومندانۍ د جنایې امر ابراهیم زمري یادونه کوي چې دغلته د امنیتي ځواکونو اړوند خوراکي مواد او د غوړو بوشکې د ملا محمود په نوم د طالبانو پر یوه قومندان خرڅوي او جنګي وسایل هم خرڅوي:
((دغلته قومندانان او امنتیي چارواکي په خپله له طالبانو سره لاس لري.
یو یې د پچیراګام امنیه قومندان احمد شاه همت او بل یې د پچیراګام جنایې امرمحمد ابراهیم دی، له طالبانو سره لاس لري.
تیل، خوراکي مواد او د غوړو بوشکې ورباندي خرڅوي. کله چې پر موږ برید کېږي راته وایې، چې له پوستو څخه دباندې ووځئ.
حال دا چې هيڅ خبره به هم نه وي. زموږ وسلې طالبانو ته ورکول کېږي په داسې حال کې چې موږ څومره د وسلو کمبود لرو. دوی په هر جرم کې لاس لري.))
د همدغه سرچینې په خبره، په ننګرهار کې د مرمیو پوچکونه د هغو امنتیي مسوولانو له خوا چې له طالبانو سره لاس لري را ټولیږي او پاکستان ته قاچاق کېږي.
د ځينو امنیتي سرتیرو په وینا، دغه پوچکونه په پاکستان کې له سره په مرمیو بدلیږي او د دولت د وسله والو مخالفینو په واک کې ورکول کېږي.
د ځینو امنیتي مسوولانو په وینا چې موږ ورسره خبرې وکړې، له دغو پوچکونه په پاکستان کې بیرته مرمرۍ جوړیږي او د افغان دولت د وسله والو مخالفانو لاسونو ته رسیږي.
دغه امنیتي مسوول همدا راز وایې، چې ان هغه ټانکونه چې د عملیاتو پرمهال یو څه خرابیږي، د همدغو ځينو قومندانانو له خوا پرزه کېږي او پاکستان ته انتقالیږي.
وموغوښتل د دغو ادعاو په اړه د لعل پورې ولسوالۍ له امنیه قومندان سبحان شاه سره خبرې وکړو، خو بریالي نه شولو.
د بټي کوټ ولسوالۍ امنیه قومندان احمد شاه همت موږ سره له خبرو کولو ډډه وکړه خو د پچیراګام ولسوالۍ جنایې امر ابراهیم زمري له آزادی راډيو سر خبرو کې دا تورونه رد کړل:
((څه چې د کورنیو چارو وزارت په ډیپوګانو کې شته، هغه یې موږ ته راکړي. انشاالله داسې څه خبره نه ده.))
ورته کېسه را ته په کابل کې د ملي اردو یوه سرتیري وکړه.
د دغه سرتیري په خبره، امنیه قومندانان د پوځي عملیاتو پر مهال دوی مکلفوي چې مرمۍ مصرف کړي:
((په خپلو سترګو مولیدل. کله چې زموږ یو همکار وژل کېږي، اول یې وسله ترې اخیستل کېږي او مستقیماً طالبانو ته انتقالیږي.
بیا وایې موږ ونشو کړای سرتیری انتقال کړو او طالبانو یې وسلې واخیستې.
زرګونه مرمۍ هره ورځ بسته بندي کېږي او پاکستان ته وړل کېږي.
زموږ وسلې قاچاق کېږي. کله چې موږ مرمۍ وغواړو وایې نشته.
تیل نشته، روزمره باید بې ځایه فیرونه وکړو. موږ وایې چې قومندان صاحب مرمۍ مصرفیږي، هغه وایې فیر یې کړه چې مصرف مو یې تیر کړی دی.))
دغه سرتیری د خپل سترګو له لیدلي حاله عجیبه کېسې کوي. دغه سرتیري مکلفه دي په مخامخ جګړو کې د مرمیو پوچکونه را ټول کړي او امنیه قومندانانو ته یې وسپاري. دغه پوچکونه د همدې سرتیري په خبره په صندوقونه کې ځای پرځای کېږي او پاکستان ته لیږل کېږي.
د دې ترڅنګ هر سرتیری مکلف دی چې د ورځې ۷۰۰ تر زرو مرمۍ فیر کړي ځکه دوی ته ویل کېږي چې د دغو مرمیو د مصرفیدو راپور دولت ته ورکوي.
حال دا چې دوی ته ویل کېږي، ترهغو چې طالبان د دوی پر پوستو حمله و نکړي، د فیرکولو حق نه لري.
د ملي اردو دغه سرتیری کېسه کوي چې کله نا کله د لوږې په خاطر ان مجبوره شوي څو وچه ډوډۍ په اوبو کې لنده کړي او ویې خوري:
((د عملیاتو پرمهال په غره کې بند پاته شوو. ټولو هلکانو تیل له اوبو بیل کړل او ومو څښل. څه مو کړی وای. که مو سر هم ولاړ شي، له خپل ناموسه دفاع کوو. ایا موږ د انسان اولاده نه یو. ولې دولت خپل دښمنان نه پيژني.
اردو ډیرې بدبختۍ لري. دوې درې میاشتې کېږي چې خپلې تنخواوی مو نه دي اخیستي.
زموږ کارټونه اخیستل کېږي څو سرتیري ونه تښتي.
زموږ دوې ټولۍ یې د ذولفقار عملیاتو ته واستول.
رسنۍ په جریان کې وې چې یواځې د یوې ټولۍ اتیا کسان و چې ټوله شهیدان شوه.
له دوو ټولیو څخه شل کسان ژوندي را ووتل. ولې شهیدان کېږي، ځکه چې تجهیزات نه وي راسره. کله چې شهیدان کېږي هم هیڅ څوک نشته پوښتنه یې وکړي.))
په هلمند کې چیرته چې اوسیدونکي یې له څه باندې لسو کلونو راهیسې د جګړو شاهدان دي، په وار وار کلي او ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویدلي دي.
د هلمند په یوه کنډک کې د ملي اردو یو سرتیری هم د سرتیرو د بد وضعیت او له طالبانو سره د خپلو مشرانو د همکارۍ خبره کوي.
دوی وایې، چې ډوډۍ یې طالبانو ته وړل کېږي.
تجهیزات یې د جګړو له ډګره ټولیږي او یوه برخه یې مخالفینو ته انتقالیږي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې د دفاعي او امنیتي کمیسیون ځيني غړي دا تاییدوي، چې په ولایتونو کې ځینې امنیتي چارواکي د افغان ځواکونه پوځي تجهیزات پاکستان او یا هم د منځنۍ آسیا ځینو هیوادونو ته قاچاق کوي.
صالح محمد صالح یو له دغو استازو څخه دی. دی وایې که حکومت دا څیرې افشا او محاکمه نه کړي، نو نړېوال به د افغان ځواکونو له تجهیزولو لاس واخلي:
((د افغانستان په اوسني نظام کې د مجازاتو او مکافاتو سیسټم نشته همدې موضوع نظام له غټ مشکل سره مخامخ کړی دی.
که چیرې د افغانستان کشفي ارګانونه وتوانیږي داسې کسان وپیژني نو موږ به مطمین شو چې یوه پاکه او سالمه اداره شته. خو که حالات همدا ډول وي، نو د نیا توجه هم زموږ له نظامیانو نه اوړي او د ولس ترمنځ ته ورځ تربلې بې اعتمادي رامنځ ته کېږي.))
خو ايا د افغانستان ولایتونه د تجهیزاتو له اړخه څیړل شوي دي او آیا یو سرتیری باید تر کومه بریده تجهیزات ولري.
د کورنیو چارو وزارت ولې تراوسه نه دی توانیدلی څو هغه سیمه ییز چارواکي چې له طالبانو سره اړیکې لري و پيژني؟
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا نه مني چې ځينې کړۍ وسلې قاچاقوي او وایې، چې خاین ته په نظام کې دننه ځای نشته.
د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وایې، چې سرتیرو ته تجهیزات د هغوی د اړتیا له مخې لیږل کېږي:
((مشخصه اندازه نه لري، شرایطو او د سرتیرو اړتیاوو ته په کتو وسلې ورکول کېږي.))
خو د افغانستان د دفاع وزارت تر یو بریده دا تاییدوي، چې ځينې کسان له نظامه له مخالفینو سره همکاري لري.
د دغه وزارت چارواکي وایې، د نظام د سقوط لپاره د هر ډول اقداماتو مخه به ونیسي.
د چارو کارپوهان وایې، د افغانستان شرایطو ته په کتو لازمه ده چې افغان سرتیري په کافي وسلو سمبال شي. خو دوی اندیښه څرګندوي چې په دولت کې پراخ فساد به نه یواځې ملکي چارې ټکنۍ کړي بلکې د افغانستان پوځي ځواکونه به هم له سترو ننګونو سره مخامخ کړي.