د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

پخوانیو افغان ځواکونو ته د برېتانیا احتمالي پناه ورکول او په دې اړه د څو برېتانیایي ورځپاڼو تبصرې


له ارشیفه د افغانستان د ړنګ شوي پوځ یو اړوند تصویر
له ارشیفه د افغانستان د ړنګ شوي پوځ یو اړوند تصویر

له برېتانیا خپرونکې انډپنډنټ ورځپانې د دغه هېواد د کارګر حزب هغه غوښتنې ته پام اړولی چې د دې هیواد له پارلمانه يې د افغانستان د پخواني نظام د ملي پوځ د ځانګړو ځواکونو د بد وضعیت په اړه معلومات غوښتي دي.

د ورځپانې په ټکو، نژدې ۴۰۰ افغان پوځیان چې په دوو نظامي واحدونو کې يې په افغانستان کې له برېتانیايي ځواکونو سره یو ځای د طالبانو پر وړاندې جنګیدلي وو، اوس په افغانستان کې یوازې پرېښودل شوي دي.

وړاندې راځي، برېتانیا ته د دغو پخوانیو افغان پوځیانو د انتقال غوښتنلیکونه، وروسته له هغې بیا څېړل کیږي چې د دغه هېواد د دفاع وزارت د دوی د دوسیو د بیا ارزونې پرېکړه وکړه.

انډپنډنټ وړاندې وايي، که ارزونه بریالۍ وه، دغه افغان پخواني پوځیان کولی شي چې د خپلو کورنیو غړي هم ځان سره برېتانیا ته انتقال کړي.

د ورځپانې په ټکو، شاید دا هغو زرګونو کسانو لپاره ښه خبر وي چې په افغانستان او پاکستان کې، برېتانیا ته د انتقال په تمه دي.

له بل پلوه، د ګارډین ورځپانې بیا د هغوو ماشومانو وضعیت ته پام اړولی چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته له خپلو کورنیو بېل شوي او اوس په برېتانیا کې په یوازې سر ژوند کوي.

ورځپانې په پیل کې د زلیخا په نوم د ۲۰ کلنې افغانې نجلۍ کیسه راخېستې چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د کابل له هوايي ډګره په بد وضعت کې وتلې وه.

زلخیا ویلي، هغه وخت له خپلې کورنۍ بیله شوه چې د خلکو پر ګڼه ګوڼه اوښکې بهوونکي ګاز وشیندل شول.

د هغې په خبره، هغه وخت په دې پوه نه شوه چې له خپلې کورنۍ جلا شوې ده.

زلخیا د دوو کلونو راهیسې له خپلو خویندو او وروڼو سره په برېتانیا کې ده.

زلخیا د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې هغه وخت له کابله ووته چې له برېتانیا ورغلي خپلوان يې بېرته دې هیواد ته ستنېدل.

د ورځپانې په ټکو، هغه افغانان چې د خپلو خپلوانو په مرسته برېتانیا ته انتقال شوي، اوس نه شي کولی چې خپلې کورنیو سره وګوري او هغوی سره یو ځای شي.

په ۲۰۲۳ کال کې بشري او مدني خیریه بنسټونو د برېتانیا له حکومته وغوښتل چې ۲۰ زره افغان پناه غوښتونکو ته په دې هېواد کې د بیا مېشتیدو امکانات برابر کړي.

ګارډین د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د یو ویاند په حواله لیکي چې وايي، د برېتانیا حکومت له خپلو شریکانو سره په دې کار کوي چې په اوږد مهاله کې دې هېواد ته د افغانانو د انتقال زمینه برابره کړي.

د دې برېتانیایي چارواکې په خبره، د تېر کال په اکتوبر میاشت کې برېتانیا ژمنه کړې وه چې په شرایطو برابر افغانان کولی شي خپله ښځه او ماشومان دې هیواد ته انتقال کړي.

د هغه په خبره، دا پرېکړه به د ۲۰۲۴ کال په لومړینو شپږو میاشتو کې عملي شي.

د برېتانیا حکومت وايي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې تراوسه ۲۵ زره افغانان دې هېواد ته انتقال شوي دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

XS
SM
MD
LG