د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

له افغانستانه د ځواکونو ایستلو او د هغو د پایلو پړه د بایډن حکومت پر غاړه واچول شوه


ارشیف: په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو انځور

په امریکا کې لا هم له افغانستانه د ۲۰۲۱ په اګست کې د ځواکونو د ایستلو پر موضوع بحثونه روان دي.

په وروستیو کې د بایډن حکومت په دې اړه خپله ارزونه کانګریس ته واستوله.

واشنګټن اګزامینر:

واشنګټن اګزامینر ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو او د سپینې ماڼۍ د ارزونې په اړه د ګاریټ ایکسنر نظر خپور کړی دی.

په دې لیکنه کې د بایډن حکومت ته د ملامتۍ ګوته نیول شوې او حتي په سرلیک کې یې داسي راغلي: "له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو او د هغو د پایلو پړه یوازې د بایډن د حکومت پر غاړه ده."

دا اوونۍ په دې پوی شوو چې احتمالاً د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې طالبانو ته ورکول کېږي او د امریکا اوسنی حکومت هڅه کوي چې له افغانستانه د جو بایډن له لوري د ځواکونو بې بندوبسته ایستلو په اړه د سرمفتش د تحقیقاتو مخه ونیسي.

دا خبر یوازې دوې اوونۍ وروسته له دې ترلاسه شو چې د بایډن ادارې له افغانستانه د ځواک ایستلو په اړه خپله ارزونه خپره کړه.

د لیکوال په نظر د بایډن حکومت د دې لپاره چې د دې ناورین له مسوولیت څخه ځان خلاص کړي، ټوله ملامتي د امریکا په ورتېر حکومت او خپلو افغان متحدانو اچوي.

ګاریټ ایکسنر په خپله لیکنه کې همداراز وايي، د سپينې ماڼۍ ارزونه تر ډېره په قطر کې له طالبانو سره د ټرمپ د حکومت پر موافقې او جګړې ته د افغان ځواکونو د نه لېوالتیا پر اغېز تمرکز لري.

خو د ځواکونو د ایستلو په پړاو کې بایډن اعلي سر قوماندان و او د ده د حکومت په دوره کې طالبانو ته پیسې لېږل کېږي.

د واشنګټن اګزامینر ورځپاڼې پر اساس، کله چې پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ واک جو بایډن ته لېږادوه، په افغانستان کې دوه نیم زره امریکايي پوځیان پاتې وو چې د تروریزم پر ضد جګړې ته دوام ورکړي او د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي.

خو وروسته له دې چې د ۲۰۲۱ په مې میاشت کې ولسمشر بایډن اعلان وکړ چې د سپټمبر تر یوولسمې ټول ځواکونه باسي، د افغان امنیتي ځواک پاشلتیا پیل شوه.

د واشنګټن اګزامینر ورځپاڼې د لیکنې د لیکوال په باور، بایډن د ولسمشرۍ پر چوکۍ د کېناستو له لومړۍ ورځې نیت درلود چې له افغانستانه ټول ځواکونه وباسي څو وښيي چې د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې یې خپله ژمنه عملي کړې ده.

سپینې ماڼۍ څه باندې دوې اوونۍ وړاندې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د بې بندوبسته ایستلو د څرنګوالي په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

په دې ارزونه کې د دې ترڅنګ چې ټوله پړه د ټرمپ پر حکومت اچول شوې، دا هم ویل شوي وو چې د ولسمشر بایډن حکومت له یوه داسې موقعیت سره مخامخ شو چې شاګرز په‌کې ممکن نه و.

سپینه ماڼۍ د افغانستان د جمهوري حکومت د پرزېدو په اړه وايي چې د امریکا هېڅ استخباراتي ادارې د افغان ځواکونو دا ډول له ناورینه ډکه پاشلتیا نه وه اټکل کړې.

ډېرو نورو امریکايي ورځپاڼو د دوشبې د ورځې په ګڼو کې د پنټاګون د هغه افشا شوي سند په اړه لیکنې خپرې کړي چې لومړی پلا یې واشنګټن پوست د تر لاسه کولو خبر ورکړ.

په دې پټ سند کې د افغانستان له خاورې په نورو هېوادونو کې د داعش ډلې د حملو د پلانونو جزییات څرګند شوي او همداراز راغلي چې د داعش مشران په افغانستان کې په دې کار کوي چې په نورو هیوادونو کې حملې پلان کړي.

XS
SM
MD
LG