د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

د افغان پوځ د پاشل کېدو په اړه د سيګار پر راپور د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

ځینو لویدیځو ورځپاڼو د سیګار پر هغه راپور تبصرې کړي دي چې پرون یې ۲۰۲۱ کال کې د افغان ځواکونو د دړې وړې کېدو د لاملونو په اړه خپور کړی دی.

والسټریت ژورنال:

والسټریت ژورنال امریکایۍ ورځپاڼې لیکلي، د سیګار د ۴۳ مخیز راپور موندنې ښيي چې امریکا په خپل شل کلن روزنیز ماموریت کې ۹۰ میلیارده ډالر ولګول، خو داسې پوځ یې جوړ کړ چې په یوازې ځان یې کار نه شوای کولی.

ورځپاڼه د سیګار د راپور په حواله لیکي، پخواني افغان ځواکونه د معاشونو، لګښتونو او د تجهیزاتو د ساتنې او څارنې له اړخه پر امریکا متکي وو.

مېل انلاین:

مېل انلاین بریتانیایۍ ورځپاڼې هم پر همدې موضوع تمرکز کړی او د سیګار په حواله یې لیکلي، د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون او امریکایي جنرالانو له خپل هېواده غوښتي و چې افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتیري پریږدي، خو لیکوال ویلي، دا طرحه یې ونه منل شوه.

پولیتیکو خپرونه:

پولیتیکو خپرونې بیا لیکلي، سیګار په خپل تازه راپور کې په ښکاره د افغانستان د ماموریت په اړه د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالد ټرمپ او اوسني هغه جوبایډن پر پرېکړو نیوکه کړې ده.

د پولیتیکو په وینا د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکي ادارې د افغانستان د پخواني دولت د پرځېدو " تر ټولو مهم لاملونه" د بایډن او ټرمپ پرېکړې بللي دي.

ایروایشیا ریویو خپرونه:

ایروایشیا ریویو خپرونې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د پولې پر نا امنه کېدو لیکنه کړې ده.

د مقالې لیکونکي بروس پنیر ویلي، د افغانستان د شمال د کنټرول لپاره د طالبانو، داعش او نورو سخت دریځو ډلو ترمنځ سیالۍ د منځنۍ اسیا هېوادونو ته اندیښنې پیدا کړي دي.

د لیکوال په ټکو، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له طالبانو پرته د نورو سخت دریځو د کنټرول او مخنیوي لپاره پر طالبانو متکي دي.

په وروستیو میاشتو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ادعا وکړه چې د افغانستان له پولې نه یې پر ازبکستان بریدونه کړي، خو ازبکستان دا ادعا رد کړې ده.

د خپرونې په لیکنه د منځنۍ اسیا هېوادونه اوس له افغانستان سره ډېره اړیکه لري او دغه هېوادونه نه شي کولای د پولې هغې بلې غاړې ته په روان وضعیت ځانونه غلي ونیسي.

XS
SM
MD
LG