د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

" د برېتانیا د پناه ورکولو پر شرایطو برابر نږدې ۷ سوه افغانان لا هم په افغانستان کې اېسار پاتې دي "


د برېتانیا یوه الوتکه چې د افغان جمهوري نظام له سقوط وروسته یې له کابله د دغه هېواد متحدین لېږدول
د برېتانیا یوه الوتکه چې د افغان جمهوري نظام له سقوط وروسته یې له کابله د دغه هېواد متحدین لېږدول

د انډیپندنت، مېل او ایفنینګ ستندرد په شمول څو برېتانیايي ورځپاڼو د هغو افغانانو په اړه لیکنې خپرې کړي چې ټاکل شوې وه برېتانیا ته ولېږدول شي، خو په افغانستان او یا یې ګاونډیو هېوادونو کې پاتې شوي دي.

د برېتانیا چاپ اندیپندنټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزیر لارډ کامرون په قول لیکلي، سلګونه افغانان، چې بریتانیا یې له افغانستانه د ایستلو ژمنه کړې وه، لا هم په افغانستان کې بند پاتې دي.

ښاغلي کامرون د پارلمان غړیو ته په استولي لیک کې کښلي، څه کم ۷۰۰ داسې افغانان، چې له خطر سره مخامخ دي او په بریتانیا کې د پناه په شرایطو برابر دي، لا هم په افغانستان کې دي.

په دغه لیک کې دا هم ویل شوي چې یو افغان چې برېتانیا د پناه ورکولو ژمنه ورکړې، او لا هم یې په پاکستان کې انتظار ایست، د پاکستان له لوري افغانستان ته شړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې انډیپندنټ ورځپاڼې تر دې مخکې په یوه راپور کې څرګنده کړې وه چې په افغانستان کې د برېتانیايي پوځیانو یو پخوانی ترجمان د پاکستان له لوري افغانستان ته په زوره استول شوی دی حال دا چې د برېتانیا حکومت دغه افغان ته ژمنه ورکړې وه چې خپل هېواد ته به یې راغواړي.

د برېتانیا د باندنیو چارو وزیر لارډ کامرون د هغو افغانانو د ایستلو پروګرام څاري چې پخوا د بریټش کونسل ښوونکي وو، یا قراردادیان او یا هم د سفارت امنیتي ساتونکي.

ورځپاڼه وايي، ټاکل شوې وه چې بریتانیا ۱۵۰۰ نور افغانان خپل هیواد ته راولي خو دا کسان په پاکستان، ایران او افغانستان کې بند پاتې دي.

ایشیا ون خپرونې د ایران د کرمان په چاودنو کې د داعش د لاس لرلو په اړه راپور خپور کړی دی.

دې خپرونې د رویټرز خبري اژانس پر اساس ویلي چې د امریکا استخباراتو د هغو تماسونو څرک لګولی چې د داعش یا د اسلامي دولت د خراسان څانګې او په کرمان کې د حمله کوونکو ترمنځ ټینګ شوي وو.

د کرمان په بریدونو کې د ۱۲ افغانانو په شمول نژدې سل تنه ووژل شول او تر ۲۸۰ ډېر نور ټپیان شول.

داعش یا د اسلامي دولت خراسان څانګې د دې چاودونو مسوولیت ومانه او ایران وویل چې په بریدګرو کې یو تن د تاجکستان تبعه و.

XS
SM
MD
LG