د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

یو شمېر پاکستاني ښځینه فعالانو د افغان کډوالو په نیولو او ستنولو نیوکه کړې


په کراچۍ کې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي افغان کډوال. November 2, 2023
په کراچۍ کې د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوي افغان کډوال. November 2, 2023

په پاکستان کې د بشري حقونو یو شمېر ښځینه فعالانې د افغان کډوالو په تېره بیا ښځو او ماشومانو په نیولو او جبري ستنولو نیوکې کوي.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو یوه مدافع وکیله منیزه کاکړ وایي، افغان کډوالې ښځې د پاکستاني پولیسو له وېرې د شپې خوب نه شي کولای.

هغې ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې پاکستاني پولیس اکثر د شپې ناوخته کورونو ته ورځي او د ښځو او ماشومانو په شمول افغان کډوال نیسي او بندیانوي یې.

هغه زیاتوي: "ښځې دا شکایت کوي چې موږ د ارام کالي هم نه شو اغوستلی او هر وخت مو ټیکري څنګ ته وي چې داسې نه شي پولیس راشي. ذهني لحاظه هغوی دومره ځورېدلې وې چې ویل یې موږ د شپې خوب ختم شوی خوب نه راځي. دوی دا شکایت هم کاوه چې کله پولیس چاپې وهي او تالاشي کوي له دوی سره ښځینه پولیسې نه وي."

په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منیزه کاکړ
په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منیزه کاکړ

د منیزې کاکړ په شمول یو شمېر ښځینه فعالانو د پاکستاني پولیسو د دې کار په غبرګون اعتراضي غونډې هم کړي او په خواله رسنیو هم کمپاینونه چلوي.

د اغلې کاکړ په خبره پاکستاني پولیسو ان داسې ماشومان هم نیولي او له خپلو میندو او پلرونو یې جلا کړي چې هلته زېږېدلي، خو د هویت څه اسناد نه لري.

په کراچۍ کې د افغانانو د نیولو او بندیانولو لړۍ له تېرو دوو کلونو روانه ده، خو په دې وروستیو کې چې د نومبر له لومړۍ د بې اسناده افغان کډوالو د جبري ایستلو پروسه پيل شوې پولیسو لا د دغو افغانانو نیولو او ستنولو ته زور ورکړی دی.

په پاکستان او افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو یوه ډله چې واک غورځنګ نومېږي هم د افغان کډوالو په تېره بیا ښځو او ماشومانو په جبري ستنولو کلکې نیوکې کړي دي.

په دې غورځنګ کې مخکښې ښځې وړانګه لوڼۍ او ځینې نورې شاملې دي.

دوی اکثر په خواله رسنیو ویډیوګانې خپروي او غواړي چې له افغان کډوالو سره له سپکاوي ډک چلند ودرېږي.

د دې غورځنګ یوه غړې بختوره کلیواله په یوه پيغام کې وایي: "د افغان کډوالو په هکله باید لږ انسانیت ښکاره شي او موږ د افغان کډوالو سره د زورزیاتي خلاف یو."

د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون مشرې حنا جیلاني ویلي چې دا هېواد د بې اسناده کډوالو د مدیریت او ثبت په برخه کې یوه تګلاره نه لري سره له دې چې څلوېښت کاله یې د کډوالو کوربه توب کړی.

هغې د حکومت له خوا د کډوالو د اخراج په اوسنۍ پروسې هم نیوکه کړې په تېره بیا د هغو کډوالو اړوند چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پاکستان ته تللي دي.

د پاکستان په سند صوبه کې شاوخوا ۲۰۰۰ افغان بندي کډوال په تېرو لسو ورځو کې په بسونو کې د چمن له لارې خپل هېواد ته استول شوي دي.

د افغانستان تورخم غاړې ته ستانه ک ړای شوي افغان کډوال. November 5, 2023
د افغانستان تورخم غاړې ته ستانه ک ړای شوي افغان کډوال. November 5, 2023

تر دې مخکې هم د پاکستان پولیس او نور چارواکي تورن شوي چې له افغان کډوالو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي.

په ټوله کې د نومبر له لومړۍ د پاکستان له خوا د ۱۷ لکه افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر له پيل سره تر دې دمه څه باندې درې لکه افغانان د تورخم او چمن له لارې خپل هېواد ته استول شوي چې پکې ګڼ ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې او د ماشومانو د ساتنې ادارې په جلا بیانونو کې د سوړ ژمي په درشل کې د ګڼو ماشومانو په شمول د دغو افغانانو جبري راستنولو باندې د نیوکې تر څنګ ویلي چې دا خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG