د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

پاکستان مېشتي اسناد لرونکي افغان کډوال: د استوګنې غځول شوې موده مو خورا کمه ده


پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال - تصویر له ارشیفه
پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال - تصویر له ارشیفه

د پاکستان حکومت له دې اعلان ورسته، چې په دغه هیواد کې یې د کډوالۍ اسناد لرونکو افغانانو د استوګني موده د روان میلادي کال تر ورستۍ نېټې پورې غځولې ده، یو شمېر افغان کډوال وايي، دا موده ډیره کمه ده او دوی وتلو ته نه شي چمتو کېدای.

د دوی په خبره، دلته یې پراخ کاروبارونه دي او راټولیدل یې وخت ته اړتیا لري په داسې حال کې چې د کال پای ته نږدې یوه نیمه میاشت پاتې ده.

دخیبر پښتونخوا د پېښور ښار په بورډ بازار کې یو افغان کاروباري عبادالله ناصري ازادي راډیو ته وویل:

" تر ډیسمبر پورې تقریبا یوه نیمه دوه میاشتې وخت پاتې دی، په دې موده کې موږ هیڅ نه شو کولای، په دې موده کې موږ خپل کاروبارونه راټول کړو، جایدادونه خرڅ کړو، ماشومان مو مکتبونو ته ځي د هغوی غم وکړو، څه وکړو؟ دا ډېر کم وخت دی او موږ ورته ډېر اندېښمن یوو."

یو بل افغان کډوال فرید چې دا هم په پېښور کې کاروبار لري او په همدې ښار کې رالوی شوی له پاکستان غواړي چې په دې هیواد کې یې باید د پاتې کېدو موده نوره هم وغځوي.

له پاکستانه ایستل شوي یو شمېر افغان کډوال
له پاکستانه ایستل شوي یو شمېر افغان کډوال

نوموړی وایي:

" لږ ترلږه چې ثبت شویو افغان کډوالو ته دوه کاله هم وخت ورکړي دا هم کم دی، ځکه افغان کډوال دلته پراخ کاروبارونه لري، دوی جایدادونه اخیستي، موټرې یې اخیستي، کم از کم د هر یو دوکان څلویښت پنځوس لکه روپۍ قمیت لري له دې سره څه وکړو، په یوه یوه نیمه میاشت کې دا هر څه نه راټولیږي، دا د کډوالو په حق کې ظلم دی."

د پاکستان حکومت د سرحدونو او قبایلو وزارت تېره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي:

"د پاکستان حکومت خوښ دی چې د نوم لیکنې د ثبت د کارتونو موده چې ثبت شویو افغان کډوالو ته ورکړل شوي دي، د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر ۳۱ مې پورې غځوي".

مخکې تر دې پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د پنجشنبې په ورځ په کراچۍ کې په یو خبري کنفرانس ته ویلي وو، چې د بې استاد افغان کډوالو د اېستلو له پروسې سم دستي وروسته د هغه افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم پیلوي چې ثبت او راجستر دي.

د پاکستان حکومت وړاندې تر دې د افغان کډوالو د کډواالۍ دغه رسمي کارتونه هر شپږ میاشتې وروسته نوي کول، خو دا ځل یې موده په تېر جون میاشت کې پای ته رسېدلې ده او تر اوسه یې نه دي نوي کړي.

په پاکستان کې د اسنادو لرونکو افغان کډوالو کره شمېر معلوم نه دی، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تر دې مخکې ویلي وو، چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ پاکستان ۲.۱ میلیونه افغان کډوالو ته د کډوالۍ رسمي کارتونه ورکړي دي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو سمدستي ایستلو په پراخه کچه غبرګونونه پارولي
له پاکستان څخه د افغان کډوالو سمدستي ایستلو په پراخه کچه غبرګونونه پارولي

په پاکستان کې د یو این ایچ سي ار ویاند قیصر افریدي بیا څه موده وړاندې رسنیو ته ویلي وو چې په دې یې یو عشاریه ۳ میلیونه د POR او ۹ لکه نور ACC په نوم د کډوالي رسمي ثبت شوي کارتونه لري.

یو این ایچ سي ار په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې شاوخوا 720,000 بې سنده افغانان او 50,000 POR کارت لرونکي به د 2024 کال تر جولای میاشت پورې په سرحدي نقطو کې مرستې ته اړتیا ولري.

پاکستان د روانې نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته له پاکستانه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده، چې دا چاره یې له پراخو نړیوالو عبرګونونو سره مخ شوې.

تازه د ناروې د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ پر اېکس شبکه په یو بیان کې له پاکستانه په لویه کچه د افغان کډوالو د اېستلو او د بشري اغېزو د ناوړه پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دې ترڅنګ د د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ په یو راپور کې چې تېره ورځ خپور شوی ویلي، چې په پاکستان کې د افغان کډوال نیول، زورول، بندي کول او وهل او ټکول روان دي.

له دې وړاندې هم د بشري حقونو ګڼو نړیوالو بنسټونو او بیلابیلو هیوادونو له پاکستانه غوښتي وو چې له دې هیواده د افغان کډوالو د جبري اخراج پروسه ودروي دغه هیواد بار بار له خپلې پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان د امنیت لپاره دا اقدام ورته مهم دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG