د افغانستان د مشرانو جرګې غړي د وسلهوالو مخالفینو د ځپلو په هدف «شفق» پوځي عملیات نمایشي ګڼي او وايي، د یادو عملیاتو په پیل سره نهیوازې دا چي وسلهوال مخالفین ځپل شوي نهدي بلکې لا پیاوړي شوي دي.
د مشرانو جرګې غړي وایي چې د «شفق» پوځي عملیاتو له پیله تر اوسه افغان ځواکونو کومه د پام وړ لاسته راوړنه نهدرلوده او لاهم د هېواد په بېلابېلو برخو کې وسلهوال په پوره قوت سره فعالیت لري.
دوی همدارنګه د سې شنبې ورځې په عومې غونډه کې د «شفق» روان عملیات نمایشي وبلل او ټينګار یې وکړ چې حکومت باید د ژمي په موسم کې د وسلهوالو مخالفینو د ځپلو لپاره له نورو تګلارو کار واخلي.
د مشرانو جرګې غړي نادر بلوچ په دې اړه وویل:
"په خواشینۍ سره باید ووایم نن ورځ چې د شفق په نوم کوم عملیات پیل شوي دي یوازې رسنیزه او نمایشي بڼه لري، په داسې حال کې چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې جګړه روانه ده، تر اوسه افغان ځواکونو هېڅ پرمختګ نهدی کړی، هیلهمند یو چې د امنیتي سکټور پلاوی سنا مجلس ته وغوښتل شي او په دې اړه ترې وضاحت واخیستل شي."
د مشرانو جرګې یو شمېر نورو غړو هم په هېواد کې د نا امنیو پر زیاتېدو او د روانو پوځي عملیاتو پر نهاغېزمنتیا خبرې وکړې.
خو د مشرانو جرګې رئیس فضلالهادي مسلمیار د جرګې د غړو له څرګندونو وروسته ژمنه وکړه چې د دوی اندېښنې به له اړوندو ارګانونو سره شریکې کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"نا امنۍ په ځانګړي ډول په پکتیکا او نورو ولایتونو کې د اندېښنې وړ دي او زه به دا موضوع اړوندو ادارو سره شریکه کړم."
خو د افغانستان دفاع وزارت بیا دا ردوي چې د «شفق» پوځي عملیات بېګټې دي او نتیجه نهلري.
د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی د یادو عملیاتو پر مهال له څلور نیم سوو ډېر وسلهوال مخالفین وژلي او ډېرې سیمې هم له وسلهوالو تصفیه شوي دي.
ولسي جرګه: جنګ باید په ښه توګه مدیرت شي
نوموړي زیاته کړه:
"موږ د دغو عملیاتو پر مهال وتوانېدو چې د ننګرهار پچیراګام تصفیه کړو، همدارنګه تګاب، فراه او همدارنګه د نورستان په دواب ولسوالۍ کې زموږ په عملیاتو کې مهم پرمختګونه شوي دي، همدا نن ورځ د هېواد په پنځلسو ولایتونو کې عملیات پیل شوي دي او د دغو عملیاتو پر مهال له څلور نیم سوه ډېر وسلهوال مخالفین وژل شوي دي."
نوموړي وویل چې د «شفق» پوځي عملیات د روانې لېندۍ میاشتي نه پیل شوي او د کال تر پایه به دوام وکړي.
شفق عملیاتو د کندز- تخار پر لار یو شمېر کلي له طالبانو پاک کړي
وزیري: شفق پوځي عملیاتو ښه نتیجه ورکړې
د افغانستان دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې به د وسلهوالو مخالفینو ځالې لهمنځه یوسي.
راپور: ناجیه ساپۍ