د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

جاهد: شفق پوځي عملیات به د شمشاد زون ولایتونه امن کړي


د ننګرهار ولایتي اداره وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې د شمشاد ساحوي زون د امنيتي مسؤلینو ترمنځ په پرلپسې ډول ناستې روانې دي د چې د یکشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزير تاج محمد جاهد هم په دغو ناستو کې برخه واخیسته.

که څه هم دغو ناستو ته ژورنالستان نه وو ورغوښتل شوي خو د یکشنبې په ماذیګر ناوخته په یوې خبري ناسته کې د کورنیو چارو وزير تاج محمد جاهد وویل ده په دغو ناستو کې ټولو امنيتي مسؤلینو ته یې نوې سپارښتنې وکړې تر څو په امنیتي وضعیت کې تر پخوا نور ښه والی هم راشي:

"د هغو ساحو په اړه چې د زون مربوط دي د امنيت د ښه والي او د امنیت خونديتوب په موخه ورته هدایت ورکړل شو او همدارنګه په همدې ولایتونو کې د شفق عملياتو د تطبیق په اړه ټینګار وشو چې دا عمليات ددې زون په ولایتونو کې د دولت وسله والو مخالفينو د لمنځه وړلو په موخه روان دي."

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي د شمشاد زون په کچه دغه ناستې ګټورې وبللې او زیاته کړه چې دشمشاد زون د اوو ولایتونو امنيتي مسولینو ترمنځ د نه همغږی ستونزه به هم اواره شي:

"هغه ټول امنيتي مشکلات چې په دې سيمه کې دي که هغه د همغږي مسله ده که هغه وخت په وخت درسیدګي موضوع ده او یا هم نور امنيتي مشکلات دي پر دې ټولو خبرې وشوې او په وروستۍ ورځ وزیر صیب راغلی او ټولو امنيتي مسولینو سره يې ناسته لرله."

ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پروان، باميان او کاپيسا هغه ولایتونه دي چې د شمشاد ساحوي زون پورې تړلي دي.

د امنيتي مسولینو په خبره د دې ولایتونو ترمنځ ښه همغږي به د دولت پر وسله والو مخالفينو ساحه راتنګه کړي او هغه لارې چې پخوا پرې وسله والو تګ راتګ کاوه د دوی پرمخ به وتړل شي.

راپور:شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG