د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

ولسي جرګه: جنګ باید په ښه توګه مدیریت شي


د ولسي جرګې اداري پلاوی له امنیتي ارګانونو غواړي چې د مخالفینو پر ضد دې روان عملیات، په ښه توګه مدیریت کړي.

د ولسي جرګې اداري پلاوي دغه څرګندونې نن د یادې جرګې په عمومي غونډه کې کولې.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، همدا اوس د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پرضد ۱۷ عملیات په بري سره پرمخ ځي خو د ولسي جرګې ځینې غړي د دې عملیاتو پرڅرنګوالي اندېښنه ښيي.

د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهیمي د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې د دفاع وزارت په ګډون له امنیتي ارګانونو و غوښتل چې په ناامنو ولایتونو کې دې د وسله والو مخالفینو پرضد عملیات په ښه توګه مدیریت کړي څو د خلکو ستونزې کمې شي.

هغه زیاته کړه:

"د جنګ د مدیریت په اړه چې اندېښنې موجودې دې موږ د د فاع او کورنیو چارو پر وزارتونو او امنیتي او د فاعي ارګانونو غږ کوو چې دا جنګ دې ښه مدیریت او د خلکو ستونزې دې اوارې کړي."

ده د جرګې د د فاعي چارو او کورني امنیت له کمېسیون څخه وغوښتل چې موضوع له مسوولینو سره شریکه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو ځینې استازې په سیمه کې د مخالفینو پروړاندې د عملیاتو په ځنډ او له دې امله خلکو ته په ور پېښو ستونزو انتقاد کوي.

په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت استازې وږمه صافۍ وايي، د کونړ په ولایت کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د عملیاتو ځنډ سبب شو چې د کونړ ولایت د ۶ او د نورستان ولایت د ۲ ولسوالیو لارې بندې او خلک له ستونزو سره مخ شي.

افغان امنیتي مسؤلین وايي، یوه میاشت مخکې یې په ناامنیو ولایتونو کې د شفق په نامه عملیات پیل کړي چې اوس هم روان دي.

د د فاع وزارت مسؤلین وايي، دې عملیاتو ښې نتیجې ورکړي او مقابلې لورې ته یې زیانونه اړولي دي.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، دغه عملیات د هېواد په ولایتونو کې د لومړیتوبونو په اساس پلان او په منظمه توګه عملي کېږي.

هغه زیاته کړه:

"په افغانستان کې جنګ استخباراتي دی او د تروریزم پروړاندې دی، د همدې له امله د افغانستان وسله وال ځواکونه د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت له عمومي ریاست په ګډه، ټول امکانات یوځای کوي څو د ښمن وځپل شي او تلفات وویني، په دې هیڅ شک نشته."

ښاغلي وزیري وویل، دا ډول عملیات په کندز، هلمند، ننګرهار، ارزګان او بدخشان کې وشول چې لاسته راوړنې یې لرلې.

د پوځې چارو پوه عتیق الله امرخېل وايي، په دې اړه د خلکو د اندېښنو علت، د مخالفینو پروړاندې د جنګ ناسم مدیریت دی.

دی تاکید کوي چې که په اوسنیو شرایطو کې سنجول شوي تدابیر، ونه نیول شي، مخالف لوری به ترې ګټه واخلي او په ځینو ولایتونو کې به وضعیت له دې هم خراب شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG