د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

وزیري: د شفق په نوم پوځي عملیاتو ښه نتیجه ورکړې


د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو په وړاندې د شفق په نوم پسرلني عملیات بریالي بولي وايي چې افغان ملي اردو او ملي پولیس دواړه په دغو عملیاتو کې ګډون لري.

د افغانستان د دفاع وزارت په وینا دوی هر ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په لسګونه عملیات تر سره کوي چې وسله والو مخالفینو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

دفاع وزارت وايي چې د شفق عملیاتو له پیل راهیسې د وسله والو مخالفینو په سلګونه کسان وژل شوي چې په لسګونه مهم کسان هم په کې شامل دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغان ځواکونه ان له ژمي نه د دغو عملیاتو لپاره په تیاري کې و او له همدې امله د دې جوګه دي چې په دومدار ډول عملیات وکړي.

چې افغان ځواکونه ان له ژمي نه د دغو عملیاتو لپاره په تیاري کې و
چې افغان ځواکونه ان له ژمي نه د دغو عملیاتو لپاره په تیاري کې و

هغه زیاته کړه:

"اوس موږ هره ورځ، پنځلس، شپاړس، شل پلان شوي عملیات لرو د هېواد په لسو، پنځلسو، شلو ولایتونو کې، یعنې موږ کولای شو په دومدار ډول عملیات وکړو او دې عملیاتو ډېره ښه نتیجه هم ورکړې ده او تر اوسه داسې نه دي شوي چې موږ عملیات پلان کړي وي او نه مو وي تر سره کړي."

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د شفق عملیاتو ښې او مثبتې بېلګې په کندز، هلمند، ننګرهار، کونړ ورزګان، زابل او بغلان ولایتونو کې د یادونو وړ دي، دوی وايي په دغو عملیاتو کې د دولت په سلګونه وسله وال مخالفین وژل شوي چې په لسګونه مهم کسان هم په کې شامل دي.

د افغانستان امنیتي ځواکونو د وسله والو مخالفینو په وړاندې خپل سږني پسرلني عملیات د شفق په نوم نومولوي په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو بیا د افغان ځوکاونو په وړاندې خپلو پسرلنیو عملیاتو ته عمري عملیات نوم ورکړی او دوی هم ادعا کوي چې په خپلو عملیاتو کې بریالي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې پولیس د ملي اردو له ځواکونو سره د شفق په عملیاتو کې سهیم دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل که څه هم پولیس د امنیت د خوندیتوب دنده لري خو له دې سره، سره په بېلابېلو عملیاتو کې هم ګډون لري.

د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې پولیس د ملي اردو له ځواکونو سره د شفق په عملیاتو کې سهیم دي
د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې پولیس د ملي اردو له ځواکونو سره د شفق په عملیاتو کې سهیم دي

نوموړي زیاته کړه:

"پولیس په هر ولایت کې چې موجود دي د شفق په عملیاتو کې شته او په ټولو برخو په ځانګړي ډول هلته چې ګواښ موجود دی افغان پولیس له ملي اردو سره یو ځای په عملیاتو کې برخه لري."

د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا د شفق عملیاتو بریا د افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ رامنځته کېدل بولي وايي چې پکار ده افغان حکومت د امنیتي سکټور تر منځ دا شان همغږي موجوده او د لا پیاوړتیا لپاره یې هڅې وشي.

د دغو کارپوهانو له ډلې حی ګل سلیمانخېل ازادي راډیو ته وویل:


"لکه څنګه چې دغه هماهنګي اوس په دوی کې موجوده ده دا باید تقویه کړي، امنیتي سکټور باید زیات تجهیز کړي په ځانګړي ډول هوايي ځواک."

ښاعلی سلیمانخېل دغه شان د د استخبارتي شبکو په پیاوړي کولو تينګار کوي وايي چې د عملیاتو تر څنګ باید دې برخې ته هم جدي پاملرنه وشي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG