د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

شفق عملیاتو د کندز – تخار پر لار یو شمېر کلي له طالبانو پاک کړي


په کندز کې د پامېر د شلمې فرقې چارواکي وايي چې د دوشنبې په ورځ د افغان ګډو ځواکونو له خوا د کندز – تخار د لارې د خوندېتوب او طالبانو د ځپلو په هدف تصفیوي عملیات پیل شوي وو چې په پایله کې د وسله والو طالبانو د مهماتو ‌ډیپوګانو ته همدارنګه ۳۰ حلقې بېلابېل ډوله ماینونه ته هم چاودنه ورکړل شوه.

په کندز کې د پامیر د شلمې فرقې قوماندان برید جنرال محمد اکرم سامح په سیمې کې له ازادي راډيو سره به خبرو کې وویل چې په دې عملیات کې یو شمېر لويي کلي لکه، د ناصریو، مومندو، ملرغي، کټه خیل، جرګذر او د نویانو کلی په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له موجودیته تصفیه شوي.

ښاغلی سامح زیاته کړه:

"وسله وال طالبان د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړي توان نه لري، ښه په دا وي چې له جنګه لاس واخلي او د سولې له بهېر سره یوځای شي."

په همدې حال کې د کندز د امنې قوماندان محمد قسیم جنګل باغ ازادي راډيو ته وویل چې په دې عملیات کې د طالبانو یو شمېر پټن ځایونه او د سوق ادارې مرکزونه هم له منځه تللي دي.

جنګل باغ: د طالبانو یو شمېر پټن ځایونه له منځه تللي
جنګل باغ: د طالبانو یو شمېر پټن ځایونه له منځه تللي

ښاغلي جنګل باغ په دې اړه وايي:

"په دې عملیات کې یو شمېر کلي د طالبانو له شتونه پاک شول او د هغوی د مهماتو زېرمو او ماینونو ته هم چاودنه ورکړل شوه او زه خلکو ته ډاډه ورکوم چې په ډاډه زړه په دې لارې باندې تګ را تګ وکړي."

په ورته وخت کې بیا د سیمې اوسېدونکي له امنیتي چارواکو څخه غواړي چې په تصفیه شوېو سیمو کې امنیتي پوستې جوړې کړي، څو بیا ځلي طالبان په دې سیمو کې حضور پیدا نه کړي.

د جرګذر د سیمې یوتن اوسېدونکي وايي:

"د خداې روي ته وګورئ موږ د طالبانو له شره خلاص کړئ، خلک د طالبانو له لاسه در په در یو."

بلې خوا ته بیا د کندز سیمه ییز چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې دوی په تصفیه شوېو سیمو کې امنیتي پوستې جوړوي او زیاتوې چې عملیات لا هم په سیمې کې دوام لري.

دغه چارواکي وايي چې اوس مهال خلک کولای شې له کندزه په ډاډه زړه نورو ولایتونو ته تګ را تګ وکړي.

د یادونې ده چې دغه پوځي عملیات وروسته له هغې په کندز ولایت کې پیل شو چې په دې وروستیو کې د دې ولایت د لوېو لارو څخه د مسافر وړونکو موټرونو سپرلۍ د طالبانو له خوا یرغمل ونیول شوي.

خو تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلې.

اجمل ارین- کندز

XS
SM
MD
LG